د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

د کوټې شورا هڅه کوي چې د ملامنصور ځای ناستی وټاکي


خبریال سمیع یوسفزی
خبریال سمیع یوسفزی

ویل کیږي چې د طالبانو د کوټې شورا هڅې پیل کړي دي چې د ملا اختر محمد منصور پر ځای یو کس د مشر په توګه وټاکي.

ملا اختر محمد منصور د شنبې په شپې د پاکستان د خاورې دننه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

ملا منصور د ملاعمر د مړینې د خبر تر افشا کېدو وروسته نژدې کال مخکې د طالبانو مشر شو او د هغه د مشري پر سر د طالبانو د مشرانو په منځ کې اختلافات راپیدا شول، طالبان به کوم کس اوس د مشر په توګه ټاکي؟

په پاکستان کې مېشت د طالبانو له چارو باخبره خبریال سمیع یوسفزي د مرکې په پیل کې فرشتې نګاه ته وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:06 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG