د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

"پر ملامنصور حمله د امریکا په پالیسۍ کې د بدلون ښکارندوی و"


نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د طالبانو پر مشر د بې پېلوټه الوتکو برید د امریکا په پالیسۍ کې د بدلون ښکارندوی و.

ورځپاڼه د چارواکو په قول وايي، د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان د منځګړتوب له ناکامېدو وروسته د طالبانو پر مشر د امریکا د بې پېلوټه الوتکو برید د امریکا په تېره پالیسۍ کې د بدلون نښه وه.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون د ملا اختر محمد منصور وژل کېدل تایید کړل، خو طالبانو تر پرون ناوخته پورې رسماً په دې برخه کې څه ونه ویل.

د ملا اختر محمد منصور د ډلې یو شمېرطالب مشرانو د یکشنبې په ورځ د خپل مشر وژل کېدا رد کړه، ویې ویل چې د پېښې په ځای کې ملا اختر محمد منصور نه و.

خو د دې ډلې د کوټې شورا څو غړېو لوېدیځو خبری اژانسونو ته ویلي چې مشر یې وژل شوی دی.

نیویارک ټایمز زیاتوي، د ملا منصور مرګ دا ډله په یوه کال کې د دوهم ځل لپاره د قدرت له خلا سره مخامخ کړه.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه پر یوې بلې موضوع لیکنه چاپ کړې ده.

دې ورځپاڼې د افغانستان، ایران او هندوستان د دوشنبې د ورځې پر موافقې لیکنه کړې او ویلي یې دي چې د چاه بهار د ستراتیژیک بندر پر سر د دوی موافقه تاریخي وه.

ورځپاڼه وايي چې دا بندرهند د افغانستان له لارې په لږ پیسو او لږ وخت له منځنۍ اسیا او اروپا سره نښلوي.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، د چاه بهار بندر به نه یوازې هند د پاکستان له احتیاجه پرته له نوره نړۍ سره ونښلوي بلکې په هند سمندر کې به د چین له زیاتېدونکي نفوذ سره مقابله وکړي.

XS
SM
MD
LG