د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

مدني ټولنې: طالبان دې د حزب اسلامي په څېر خبرو ته غاړه کیږدي


په کابل کې ځيني مدني ټولنې له افغان حکومت سره د حزب اسلامي د سولې خبرو هر کلی کوي وايي چې طالبان دې هم ورته بین الافغاني خبرو ته غاړه کیږدي.

د نن ځوانانو او د افغان ځوانانو بهیر په نوم د مدني ټولنو غړېو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د حزب اسلامي سره تفاهم به د وسله والو طالبانو د جنګ دلایل او لیکې هم کمزوري کړي.

د ملا منصور له مړینې وروسته په افغانستان کې ځيني مدني ټولنې له طالبانو غواړي چې نوي بدلونونو ته په کتو د سولې لار غوره کړي.

د نن ځوانانو او افغان ځوانانو د بهیر په نوم ټولنې وايي چې وسله وال طالبان باید د حزب اسلامي څخه زده کړه وکړي او په بهرنیو هېوادونو له تکیې پرته، مخامخ د افغان حکومت سره روغې جوړې ته کښیني.

د نن ځوانانو او افغان ځوانانو د بهیر په نوم ټولنې وايي چې وسله وال طالبان باید د حزب اسلامي څخه زده کړه وکړي
د نن ځوانانو او افغان ځوانانو د بهیر په نوم ټولنې وايي چې وسله وال طالبان باید د حزب اسلامي څخه زده کړه وکړي

د دوی په استازیتوب عطاالله حیران د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل:

"د حزب اسلامي سره چې کومه پروسه روانه ده خدای د وکړي چې نتیجه ورکړي خو ولس ورته خوشبینه دی، طالبان دې هم داسې رحم وکړي، د ای.اېس.ای لکۍ له ځانه پرې کړي او راشي، هغوی دې درې ګوني او څلور ګوني ناستې هم پریږدي او د حزب اسلامي په څېر باید د افغانانو تر منځ روغې جوړې ته زړه ښه کړي چې بل هیڅ کوم هېواد په کې ونډه نه لري."

سولې ته د طالبانو د رابللو غږونه داسې وخت پورته کیږي چې د ملا منصور تر وژل کېدو وروسته د طالبانو په مشرتابه کې هم بدلون راغلی او یو غېر نظامي کس یې مشري په غاړه اخېستې ده

په دې لړ کې د حزب اسلامي مشرګلبدین حکمتیار هم په یوه بې ساري اقدام د طالبانو څخه غوښتي چې له جګړو او مخالفته لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

حزب اسلامي په دې وروستیو کې د سولې د عالي شورا سره د سولې په یو تفاهم لیک سلا شوی خو د حزب د مشر او حکومت تر منځ دغه تفاهم لیک په رسمي ډول نه دی لاسلیک شوی.

جمهوري ریاست هم هیله ښودلي چې د طالبانو د پخواني مشر له وژل کېدو سره طالب جنګیالیو ته د سولې ښه فرصت برابر دی او انتظار یې دا دی چې نوې مشري یې د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړي.

د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور چې د ارګ په وینا سولې ته یې په جنګ ځواب ورکاوه د شنبې په ورځ د پاکستان په خاوره کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

بل خوا بیا ځيني مدني فعالان اندېښنه ښيي چې د سولې فرصت له برابرېدو سره یو شمېر کړۍ د خپلو ګټو په خاطر د دغې پروسې په وړاندې خنډونه جوړ نه کړي.

حمیده وردګ وایي، افغانان هر وخت سوله غواړي او نه باید د چا تېرکارونه د سولې د خبرو په وړاندې بهانه وګرځول شي.

حمیده وردګ وایي، افغانان هر وخت سوله غواړي.
حمیده وردګ وایي، افغانان هر وخت سوله غواړي.

اغلې وردګ زیاتوي:

"موږ که راشو د هر چا تېر په تله کې واچوو تر څو عدالت مو غوښتی وي نو باید ډاډمنه نړیواله محکمه جوړه شي چې ټول افغانان په کې شریک دي او ټولو خلکو په یو نا یو ډول دې خاورې ته صداقت نه دی کړی، نو فکر نه کیږي چې اوس د دې وخت وي چې احمد څه کړي او محمود څه کړي."

له دې وړاندې د حزب اسلامي سره پریکړې ته له رسېدو وروسته په کور دننه یو شمېر کسانو د حکومت دا کار په جنایتونو سترګې پټول ګڼلي وو.

شنونکی میرسردار ځدراڼ که څه هم د حزب اسلامي راتګ لویه بریا ګڼي خو وايي، دا چې طالبان په څو ډلو ویشل شوي او یا یې د ویشل کېدو ویره شته نو روغې ته راتګ به یې څه ستونزمن وي.

افغان حکومت بیا ویلي هره ډله چې د سولې د خبرو مخالفت کوي په وړاندې به یې جګړه وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG