د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

ارګ: نوی طالب مشر دې د سولې له بهیر سره یوځای شي


د افغانستان جمهوري ریاست د طالبانو پر نوي مشر غږ وکړ چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې د وسله والو طالبانو پخواني مشر پر جګړو او وژنو ټینګار کاوه، نو له نوي یوه داسې انتظار کیږي چې د سولې لاره به خوښه کړي.

د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینه پال
د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینه پال

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت دا یو ډېر ښه فرصت د دوی لپاره ګڼي او له دې فرصته باید د سولې لپاره ګټه پورته کړي. دا ښه چانس دی ځکه چې د دوی مخکنی مشر د سولې مخالف و او سولې ته یې په انتحار او انفجار ځواب ویلی و نو اوس یو ښه فرصت رامنځته شوی دی ترڅو دوی وکولای شي چې د افغانستان د خلکو له وژنې لاس واخلي او راشي د سولې له بهیر سره یوځای شي."

طالبانو پرون څلور ورځې وروسته تر دې چې د دوی مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان دننه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، د هغه د مړینې خبره تایید کړه او اعلان یې وکړ چې هبت اله اخندزاده د دوی نوی مشر شو.

اخندزاده د ملا منصور له مرستیالانو څخه دی، په خپله ملا منصور د افغانستان د حکومت د سولې وړاندیز رد کړی و او دا معلومه نه ده چې هبت اله اخندزاده به د هغه په لاره روان شي، که به سوله وکړي.

د اخندزاده د ټاکلو تر اعلان وروسته رویټرز اژانس خبر ورکړ چې د طالبانو دوو قوماندانانو خبریالانو ته ویلي دي چې هبت اله اخندزاده په یوه ویډیو پیغام کې د سولې له خبرو سره مخالفت کړی دی خو د دې پیغام تر خپرېدو سمدستي وروسته د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد وویل چې دا غږیز پیغام د هبت اله اخندزاده نه دی.

شاوخوا ۱۰میاشتې مخکې چې کله د طالبانو د موسس ملا محمد عمر د مړینې خبر وروسته تر دوو کلونو افشا شو او ملا اختر محمد منصور د دوی نوی مشر وټاکل شو، د طالبانو یو شمېرمشران له هغه بېل شول او د ملا محمد رسول مشري یې ومنله.

د ملا رسول ویاند عبدالمنان نیازي: دوی ته هبت اله د منلو نه دی.
د ملا رسول ویاند عبدالمنان نیازي: دوی ته هبت اله د منلو نه دی.

د ملا رسول ویاند عبدالمنان نیازي ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته هبت اله د منلو نه دی:

"هبت اله د کندهار ولایت اوسیدونکی دی د منصور د کابینې غړی دی. ده د افغانستان په طالبانو کې نه رول درلود او نه یې لري، نه د جګړې سړی دی، نه په افغانانو کې شناخت او محبوبیت لري، نو په هیڅ صورت د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دی."

ښایي د طالبانو د نوي مشر له ټاکلو سره دغه وسله واله ډله په نورو ډولو وویشل شي چې بیا به ښایي د سولې خبرې له ټولو اړخونو سره په یوه وخت اسانه نه وي، خو د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وایي، هره هغه وسله واله ډله چې سوله نه کوي هغه به وځپل شي.

XS
SM
MD
LG