د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

د نوي طالب مشر پر ټاکلو نړيوالې تبصرې


د نړۍ اکثرو مهمو ورځپاڼو او خپرونو د طالبانو د نوي مشر د ټاکل کېدو پر مسئله ليکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

ګارډين:

د بريتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د سولې پر پروسې د طالبانو د نوي مشر د ټاکل کېدو پر اغېزو ليکنه خپره کړې ده.

په ليکنه کې د طالبانو نوى ټاکل شوى مشر ملا هبت الله اخندزاده يو وتلى مذهبي مشر ګڼل شوى چې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور مرستيال و.

د ګارډين په مطلب کې راغلي، د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې، په وروستيو ورځو کې تر يو لړ غونډو وروسته د طالبانو لپاره ملا هبت الله د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

د ورځپاڼې په حواله د تېر کال په دوبي کې د ملا عمر پر ځاى د ملا منصور ټاکل کېدو ته د طالبانو ګڼو پياوړو قوماندانانو د کودتا په سترګه کتل او دا مسئله په افغانستان کې د طالبانو د سيالو ډلو ترمنځ د خونړيو شخړو سبب شوه.

ورځپاڼه زياتوي، افغان حکومت او نړيوال متحدان به يې پر هبت الله نژدې څارنه کوي، چې هيله من دي دى د سولې له پروسې سره ملګرى شي.

لانګ وار ژورنال:

امريکايۍ خپرونې لانګ وار ژورنال ليکلي چې د پاکستان بلوچستان ايالت د افغان طالبانو اصلي مرکز دى.

د مطلب په پيل کې راغلي له کله چې په ٢٠٠٤م کال د امريکا پوځ او استخباراتي ادارې يا CIA د بې پېلوټه الوتکو حملې پيل کړي، د اول وار لپاره يې د پاکستان په بلوچستان کې حمله کړې او د طالبانو مشر يعنې ملا منصور يې په نښه کړى دى.

خپرونې د خپلو ارقامو په حواله ليکلي، چې له بلوچستان ايالت پرته، د پاکستان په قبايلي سيمو کې د بې پېلوټه الوتکو ٣٩٢ حملې شوي دي.

خپرونې بلوچستان ايالت د افغان طالبانو يو مهم مرکز بللى، چې هلته يې د روزنې کمپونه، مدرسې، جوماتونه او د قوماندې مرکزونه دي.

لانګ وار ژورنال خپرونه زياتوي، امريکا د بې پېلوټه الوتکو په مرسته په قبايلي سيمو کې تر ډېره القاعده شبکه، پاکستاني طالبان او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ په څېر نورې ډلې په نښه کولې.

د مطلب په حواله پر حقاني شبکې هم، چې له القاعده سره نژدې اړيکې لري، د بې پېلوټه الوتکې ٩٣ بريدونه شوي دي.

ډېلي مېل:

ډېلي مېل بريتانوۍ ورځپاڼې هم په همدې تړاو په يوه مقاله ليکلې ده. په يوه برخه کې يې راغلي: د طالبانو له خوا د چهارشنبې په ورځ نوى مشر په داسې حال کې اعلان شو، چې په همدې ورځ کابل ته نژدې په يوه ځانمرګي بريد کې د يوې محکمې لس کارکوونکي ووژل شول.

د مطلب په يوه برخه کې يادونه شوې چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما چې د بې پېلوټه الوتکو د حملې دستور يې ورکړى، د دوشنبې په ورځ د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژنه تاييد کړه.

ورځپاڼې د اوباما دا خبرې هم رااخيستي، چې ويلي يې دي، منصور له افغان حکومت سره په جدي ډول د سولې په مستقيمو مذاکرو کې د ګډون هڅې رد کړې وې.

ښاغلي اوباما دغه مذاکرې په افغانستان کې د روانې جګړې د پايته رسېدو يوازنۍ حل لار بللې ده.

XS
SM
MD
LG