د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۲

ټایمز: د ملا منصور وژنې طالب مشرانو ته ټکان ورکړی


یو شمېر لویدیځو ورځپاڼو په خپلو وروستیو ګڼو کې د طالبانو د نوي مشر د ټاکل کېدو په اړه مقالې او مطالب خپاره کړي دي.

د انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼې لیکلي: د طالبانو د نوي مشر په ټاکل کېدو سره مختلفو کړېو بېلابېل توقعات څرګند کړي دي.

افغان حکومت هیله مند دی چې هبت الله اخونزاده به د سولې خبرو ته مخه کړي او طالبان بیا توقع لري چې نوموړی به دا پاشل شوې ډله بیرته یوځای او منسجمه کړي.

ورځپاڼه وايي:

افغان حکومت او نړیوال متحدان يې داسې نښې نښانې لټوي چې له مخې يې د طالبانو نوی مشر جګړه پای ته ورسوي خو طالبان په دې اند دي چې د ملاعمر له مرګ وروسته نوموړي ته په څو ډلو ویشل شوي طالبان په میراث کې رسیدلي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغان چارواکو په حواله لیکلي چې طالبان یوه لار لري او هغه سوله ده او که دا لاره تعقیب نه کړي نو نوی مشر به يې هم د ملااختر محمد منصور له برخلیک سره مخ شي.

ورځپاڼې د افغانستان د څیړونکو د شبکې د مسول تامس روټیک له قوله لیکلي که څه هم هبت الله اخونزاده په سخت دریځۍ مشور دی خو تمه کیږي چې نوموړی به د ملا منصور په مقایسه سولې ته زیاته لېوالتیا وښيي.

واشنګټن پوسټ د پاکستاني کارپوه حسن عسکري رضوي دا خبره نکل کړې چې وايي د اخونزاده لپاره به لومړی کار دا وي چې د طالبانو په لیکو کې خپله مشري او ولکه ټینګه کړي او ښايي په نږدې راتلونکې کې د سولې پروسې ته زیاته توجه وکړي.

بریتانوي ټایمز ورځپاڼې لیکلي:

د ملا منصور وژنې د طالبانو مشرانو ته ټکان ورکړی دی او په هغې غونډه کې چې د نوي مشر د ټاکل کېدو لپاره جوړه شوې وه،یو شمېر طالب مشرانو یا د خپلو استازو او یا د وټس اپ له لارې خپله رایي ورکړه.

د مطلب لیکوال وايي، طالبان اوس غواړي معلومه کړي چې ملامنصور په څه ډول په بلوچستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له خوا په نښه شو.

ټایمز ورځپاڼه وايي، طالبانو ته پوښتنه پیدا شوې ده چې ایا د پاکستان استخباراتو او یا ایران خو د ملا اختر محمد منصور په وژنه کې لاس درلود؟

XS
SM
MD
LG