د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

ولسمشرغني به د سولې او جګړې د راتلونکې په اړه خبرې وکړي


په پام کې ده چې ولسمشراشرف غني نن په یوه مهمه وینا کې د سولې او جګړې د راتلونکې په اړه خبرې وکړي.

د جمهوري ریاست سرچینې وايي چې ولسمشر به له ملي شورا سره په ګډه غونډه کې څرګنده کړي چې د سولې فرصت به د تل لپاره نه وي.

ښاغلی غني به همدا راز د سیمې د هغو هېوادونو په وړاندې چې حکومت تل د وسله والو طالبانو ملاتړي بللي دي خپل دریځ روښانه کړي.

ولسمشر اشرف غني به د ملي شورا غړو ته په خپله مهمه وینا کې په افغانستان کې د سولې او جګړې د راتلونکې په اړه د خپل حکومت دریځ روښانه کړي.

د جمهوري ریاست د مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په وینا، په کابل کې د ملي امنیت پر یوه ریاست د سې شنبې ورځې له حملې وروسته روښانه شوه چې طالبان د سولې خبرو ته لیوال نه دي نو ځکه د ده په وینا د افغانستان خلک له حکومته تمه لري چې د سولې او جګړې په برخه کې خپل دریځ روښانه کړي.

د جمهوري ریاست د مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د جمهوري ریاست د مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر غني به طالبانو ته په ډاګه ووايي چې د سولې دروازې به د تل لپاره پرانیستې نه وي:

"د افغانستان حکومت طالبانو ته ډیر فرصتونه ورکړل او طالبانو له دې فرصتونو څخه باید کار اخیستی وای. د سولې دروازې به تل د طالبانو لپاره پرانیستې نه وي. ښه به وای چې طالبانو له څلور اړخیزو غونډو او نورو فرصتونو څخه کار اخیستی وای. خو نن موږ له طالبانو سره عملاً د جګړې په حال کې یو او ولسمشر به د ملت له استازو سره د جګړې د نن او سبا شرایط شریک کړي."

د کابل له خونړۍ حملې وروسته د افغانستان حکومت په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات پراخ کړل او د راپورونو له مخې ولسمشر ټولو والیانو ته امر کړی دی چې د وسله والو طالبانو پر ضد قاطع اقدامات وکړي. چارواکو له دې حملې یوه ورځ وروسته په ډاګه وویل چې د جګړې ځواب به په جګړه ورکوي.

افغان حکومت په څرګنده وايي چې د سې شنبې حمله په پاکستان کې تنظیم شوې وه او اجراییه رییس ډاکټر عبدالله د حملې په ورځ اسلام اباد ته خپل سفر هم ځکه وځنډواه.

افغان حکومت په څرګنده وايي چې د سې شنبې حمله په پاکستان کې تنظیم شوې وه
افغان حکومت په څرګنده وايي چې د سې شنبې حمله په پاکستان کې تنظیم شوې وه

ښاغلی مرتضوي وايي، د ملي شورا په ګډه غونډه کې به ولسمشر له نړېوالې ټولنې پر پاکستان د فشار زیاتولو غوښتنه وکړي.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"ولسمشر به په سیمه کې د ترورېزم د پیچلي حالت په اړه خبرې وکړي او وینا به یې د سیمې او له سیمې د بهر هېوادونو لپاره یو څرګند پیغام ولري. د ولسمشر هیله د نړۍ له هېوادونو څخه دا ده چې د سیمې پر هغو هېوادونو چې تروریستانو ته پټن ځایونه ورکوي فشار راوړي خو تاسو خبریاست چې د سې شنبې ورځې له پیښې وروسته ډاکټرعبدالله عبدالله اسلام آباد ته خپل سفر فسخ کړ او دا ښيي چې له پاکستان سره زموږ اړیکې په ښه حالت کې نه دي."

له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي د دې سازمان له امنیت شورا څخه غوښتنه وکړه چې د تروریستي ډلو د هغو ملاتړ کوونکو پر ضد چې د طالبانو مشران یې ساتلي او هغوی ته یې پټنځایونه ورکړي اقدام وکړي.

دا پاکستان ته تقریبا مستقیمه اشاره ده خو اسلام آباد تل ویلي چې د هیڅ تروریستي ډلې ملاتړ نه کوي او ټینګار کوي چې پاکستان خپله د تروریزم قرباني دی.

د کابل د حملې په ورځ د پاکستان صدراعظم نوازشریف اجراییه رییس عبدالله عبدالله ته په یوه پیغام کې دا حمله وغندله خو په سبا یې د افغان حکومت ویندویانو وویل، پاکستان باید هغه ژمنې عملي کړي چې په څلور اړخیزه غونډه کې یې کړې وې.

XS
SM
MD
LG