د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۴

اکبر اغا: ځینې حکومتي کړۍ د شخصي ګټو لپاره سوله نه‌غواړي


د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا وايي، په افغان حکومت کې ځینې کړۍ د خپلو شخصي ګټو لپاره د سولې پروسې پر وړاندې خنډونه جوړوي.

یاده شورا وايي، د وسله‌والو طالبانو د ادرس له‌منځه وړل او په تور لېست کې د هغوی د مشر د نوم شاملول په افغانستان کې د سولې د نه‌غوښتلو په معنی ده.

د دغې شورا رئیس سیدا اکبر اغا د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل افغان حکومت د سولې د راتګ لپاره پياوړې اراده نه‌لري او په حکومت کې ځینې کړۍ چې تر ډېره په اداري فساد کې ښکېلې دي سوله په خپل زیان بولي.

اکبر اغا: ځينۍ کړۍ سوله په خپل زیان بولي.
اکبر اغا: ځينۍ کړۍ سوله په خپل زیان بولي.

نوموړي زیاته کړه:

"اداري فساد چې د هر چا خوښ وي، هغه په افغانستان کې سوله نه‌غواړي، ځیني خلک په ملک کې اداري فساد خوښوي او هغه ښه ګڼي، هغوی په افغانستان کې له شخصي ګټو نه‌شي تېرېدی، د ملت او ولس په بې‌عزتۍ کې خپل عزت غواړي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې شپږ میاشتې وړاندې افغان حکومت له حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسلیک کړ او پر وسله‌والو طالبانو یې غږ وکړ چې له فرصت نه په استفادې دې بین‌الافغاني خبرو ته حاضر شي، خو وسله‌والو طالبانو دا وړاندیز رد کړی دی.

افغان ولسمشر ویلي، که وسله‌وال طالبان د سولې خبرو ته چمتو نه‌شي، نو په قطر کې به د دوی سیاسي دفتر وتړل شي.

خو د افغانستان جمهوري ریاست د سیدا اکبر اغا دا څرګندونې چې ګوندې ځینې حکومتي کړۍ سوله نه‌غواړي ردوي او وايي چې سوله د افغان حکومت لومړیتوب او د ولس غوښتنه ده او حکومت ورته بشپړ ژمن دی.

مینه‌پال: په حکومت کې داسې څوک نه‌شته.
مینه‌پال: په حکومت کې داسې څوک نه‌شته.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل:

"په حکومت کې داسې څوک نه‌شته چې سوله چې د افغان ولس او هر چا غوښتنه ده د هغې پر وړاندې ودرېږي باثباته دایمي سوله د افغانستان د ولس او ولسمشر غوښتنه ده."

که څه هم تر اوسه په ښکاره ډول له سولې سره کوم افغان چارواکي مخالفت نه‌دی کړی، خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر ټینګار کړی چې د سولې په راتګ سره باید د تېرو ۱۷ کلونو لاسته راوړنې له‌منځه ولاړې نه‌شي.

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د سولې په اړه د حکومت اقدامات سست پر مخ ځي او ولس ته‌یې شک پیدا کړی.

د دغې جرګې دوهم مرستیال نذیر احمد احمدزی وايي، له حکومته تمه دا ده چې د سولې چارې ګړندۍ کړي.

نذیر احمدزی.
نذیر احمدزی.

نوموړي زیاته کړه:

"له حکومت نه مو هیله او توقع دا ده هغه ژمنې چې د سولې په اړه‌یې کړې پرې عمل وکړي او د سولې لپاره خپل پروګرامونه ګړندي کړي دا چې د سولې پروګرامونه سست دي نو ولس د شک په سترګه ورته ګوري."

د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې له تړون نه شپږ میاشتې تېرېږي، خو د حزب اسلامي غړي وايي چې حکومت د دغه تړون په پلي کېدو کې سست عمل کوي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزی هم همدې مسئلې ته ګوته نیسي او وایي، افغان حکومت باید له حزب اسلامي سره د سولې د لاسلیک شوې موافقې په عملي کېدو کې چټک عمل وکړي.

دی وایي، له دې سره به د سولې پر پروسې د خلکو باور زیات شي او وسله‌وال طالبان به هم د سولې خبرو ته وهڅېږي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG