د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

د اروپايي پارلمان پلاوی: د سولې پروسه باید افغان شموله اوسي


د اروپايي پارلمان یو پلاوی چې د لومړي ځل لپاره کابل ته راغلې ټینګار کوي چې د سولې یوه ریښتنې پروسه باید یوازې پر مرکز متمرکز نه‎وي بلکه د هېواد ټولو برخو ته په‎کې ونډه ورکړل شي.

د دغه پلاوي غړي پیټرس استریوس د پنجشنبې په ورځ رسنیو سره خبرو کې د افغان حکومت او حزب‎اسلامي ترمنځ د سولې له هوکړې هرکلی وکړ او ویې ویل چې دغه لړۍ باید دوام پیدا کړي.

ښاغلي پیترس وايي، د سولې پروسه کې باید ټولو قومونو، مدني ټولنو او ښځو ته ونډه ورکړل شي.

غړي پیټرس استریوس
غړي پیټرس استریوس

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د افغانستان د روان وضعیت پیچلتیا درکولای شو، موږ په دې باور یو چې د سولې لپاره لومړی ګام ډېر ښه وو او دا باید دوام پیدا کړي. د سولې یوه ریښتنې پروسه چې په‎کې مختلف قومونه، ګروپونه او ښځې په‎کې ګډون ولري باید یوازې پر مرکز متمرکز نه‎وي بلکه د نورو ولایتونو ونډه هم په‎کې ډېره مهمه ده."

دغه پلاوی وايي چې اروپايي ټولنه به له افغانستان سره پر خپلو کړو ژمنو ولاړ اوسي او د دغه هېواد ملاتړ ته به دوام ورکوي.

له دې وړاندې افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر ویلي و چې افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره فرصتونه موجود دي چې باید ورڅخه استفاده وشي.

فرانس مایکل مېلېبن ویلي چې دغه هېواد کې د روغې جوړې لپاره د تېرو ټولو ۱۰ کلونو په پرتله یوازې په تېر یو نیم کال کې هڅې شوي دي او د حزب‎اسلامي سره د سولې تفاهم‎لیک لاسلیکېدل د دې ښکارندوینه کوي چې افغانستان کې سوله ممکنه ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د جګړې له یوې ښکېلې ډلې حزب‎اسلامي سره د سولې تفاهم‎لیک لاسلیک کړ.

هاخوا د افغانستان د سولې عالي شورا بیا وايي چې د سولې په روانه لړۍ کې د افغانستان ټولو قشرونو ته ونډه ورکړل شوی.

د دغه شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وايي، د سولې عالي شورا تل په دې هڅه کې دې چې په دغه لړۍ کې د ټولو افغانانو له نظریاتو او سلامشورو څخه ګټه پورته کړي.

محمد اسماعیل قاسمیار
محمد اسماعیل قاسمیار

نوموړی وايي:

"موږ د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې ولایتي کمېټې پرانیستلي څو له هغو مخورو څخه استفاده وکړو چې په یو ډول سره مقابل لوري سره کولای شي اړیکه ونیسي. د ښځو، ځوانانو، مخورو او قومي مشرانو ونډې ته تل پام شوې."

افغان حکومت که څه هم تل ټینګار کوي چې د سولې دروازه د ټولو وسله‎والو مخالفینو پر وړاندې پرانیستې ده خو د حکومت اجرائیه ریاست وايي، ترهغه چې یو شمېر دولتونه د وسله‎وال طالبان له ملاتړه لاس وانه‎خلي سوله ناشونې ده .

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، وسله‎وال طالبان نه‎شي کولای چې له یوې خوا جګړه وکړي او له بلې خوا سولې ته ور ودانګي.

د ښاغلي فیصل په خبره که وسله‎وال طالبان سوله غواړي نو له جګړې څخه دې لاس واخلي.

یو شمېر افغان کارپوهان بیا په دې باور دي چې ګاونډي هېوادونه هېڅ‎کله په افغانستان کې سوله نه غواړي.

سیاسي کارپوه اصف بکتاش وايي، افغانان له هرڅه نه زیات سولې ته اړتیا لري نو ځکه باید له هر بل وخت په پرتله اوس سره یو شي او پری نه‎ږدي چې افغانستان د نورو هېوادونو د نیابتي رقابتونو پر ډګر بدل شي.

راپور : عبادالله حنان زی

XS
SM
MD
LG