د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

سيداکبراغا: موږ د سولې لپاره ملت راټولوو


نن چهارشنبې پکتيا کې د افغانستان د خلاصون لارې شورا له سلګونو پکتياوالو سره په يوه سرتاسري غونډه کې د سولې راوستو په موخه د ملت راټولولو خبره ياده کړه او ويې ويل چې د خلاصون لارې د شورا علما، مشران او ځوانان به د افغانستان د روان بحران د له منځه وړلو لپاره جدي هلې ځلې کوي.

په دغه جوړه شوې غونډه کې د پکتيا قومي مخورو د افغانستان د خلاصون شورا مشرتابه د هرکلي او ښه راغلاست ترڅنګ د وسله والو طالبانو لپاره په حکومت غږ وکړ چې د سولې پروسه ګړندۍ کړي او دوی ته ځای پيدا کړي.

قومي مشر ګلزار زيارمل وويل:

"ولې دغه طالبان په دې حکومت کې حق نه لري چې په دې غرو کې دي اوس په دې پينځه سري حکومت کي چې هرڅوک په کې دي يو سر نه دوه نه درې هم نه پينځه سره لري د دې ټولو خلکو ځای په کې کېږي او د دغو طالبانو ځای نه په کې کېږي چې په دې غرو کې دي حتماً او د نرغوندې بايد په دې حکومت کې د دوی ځای وشي."

ده دا هم وويل چې که حکومت وغواړي د افغانستان ستونزو ته په اسانه حل لار پيدا کولای شي او نړيوالې ټولنه په دې قانع کولای شي چې د وسله والو ډلو ټپلو او وسله‎والو طالبانو سره د سولې پروسه برياليتوب ته ورسوي.

په دغه غونډه کې د دغې شورا مشر سيداکبراغا له خلکو څخه د سولې په کارونو کې د همکارۍ غوښتنې ترڅنګ وويل چې ملت د افغانستان د خلاصون لارې شورا د چترلاندې سره راټول او د دې خاورې په خير او سولې په خاطر يوه ملي فيصله وکړي.

د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سيداکبراغا
د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سيداکبراغا

نوموړی وايي:

"موږ داسې نه کوو چې طالبان راولو او د دې حکومت سيوري ته يې کېنو موږ به د هغوی خبره هم اورو ملت به هم خپله خبره جوړوي او حکومت ته به هم وايو، که ضرورت وو چې عبوري حکومت جوړ شي مؤقت اداره جوړه شي يا بله لار او ملت چې هره فيصله وکړه په هغه به اقدام کوو او پلې کوو يعنې موږ به د هر اړخ سره خبرې کوو او ملت به فيصله کوي او پلې کوي به يې."

ده دا خبره هم وکړه چې نور بايد په هر لوري کې که وسله وال دي او که حکومت فرصتونه له لاسه ورنه کړي او د افغانستان د ملت غږ واوري او په پرديو جګړو کې قرباني نه‎شي.

دا لومړی ځل دی چې پکتيا کې د خلاصون لارې شورا غونډه وربلي او په دې غونډه کې د سولې د پروسې کاميابېدو لپاره سلګونه پکتياوال مشران او ځوانان برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG