د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

اکبر اغا: د جګړې ښکېلو غاړو د ولس پر مټ سولې ته رضایت ښودلی


د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا مسؤلین وایي، د ملي وحدت لوړپوړو چارواکو او هم د وسله‌والو طالبانو مشرانو ورڅخه د سولې او پخلاینې په برخه کې د روانو هڅو د پراخېدو او ګړندیتوب غوښتنه کړې ده.

دا څرګندونې پخواني طالب چارواکي او د دې شورا مشر سید محمد اکبر اغا په ننګرهار کې د دې ولسي حرکت د پراخوالي په غونډه کې وکړې.

سید محمد اکبر اغا وايي، دوی د افغان حکومت مشرانو او هم د طالبانو ځينو مسؤلینو سره خبرې کړي او د جګړې ښکېلو خواوو ورسره د هوکړې سر ښورولی او ترې غوښتنه‌يې کړې چې د سولې په اړه د دې ولسي حرکت لمن پراخه او هڅې دې ګړندۍ کړي.

د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا مشر سید محمد اکبر اغا
د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا مشر سید محمد اکبر اغا

نوموړي وویل:

"اشرف غني ته مو هم ویلي دي چې دا کار کوو خو غیر رسمي درسره رسمي کېږو نه، هغه راسره منلې ده، طرفینو ته مو هم ویلي قطر ته هم لاړو هلته مو هم طالب استازو سره خبرې وکړې ورته مو وویل چې ولسي حرکت دی او هغو راته ډاډ راکړی چې ولس هر څه ووايي موږ يې منو او تاسو خپلې هڅې تېزې کړئ."

د دې غونډې برخه‌وال وايي، د حکومت چوکاټ کې د سولې عالي شورا هم فعالیت کوي ولې په خبره‌يې تر اوسه هېڅ لاسته راوړنه نه‌شته.

دوی وايي، دغه ډول ولسي حرکت سره هر افغان ملګری کېږي او د دې حرکت ملاتړ کوي.

دوی زیاتوي:

"راحت ګل زیارمل، موږ له پخوانه د داسې حرکت انتظار کاوه که څه هم په حکومت انتقاد دی خو وایم يې چې د سولې عالي شورا لرو، بس یوازې د یوې پروژې په ډول روانه ده او هېڅ اغېز يې نه‌دی کړی خو که دغه ډول ولسي حرکت وي ډېر تأثیر به وغورځوی."

"عبدالودود، زه هم د دې شورا سره ملګری یم هم‌نظره یم سمه ده سولې عالي شورا به هم وي خو دا حرکت زما په نظر ګټور دی او موږ هر ډول منډو ترړو ته تیار یو."

له تېرو درېیو کلونو راهیسې د خلاصون شورا په هېواد کې خپل فعالیت پيل کړ چې په دې موده کې يې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې ولسي غونډې وکړې او د دې شورا د مسؤلینو په خبره د جګړې دواړو غاړو سره‌يې ګټورې خبرې هم کړي.

دوی تمه لري که همدې ولسي حرکت ته دوام ورکړي او ولس‌يې ملاتړ وکړي نو ډېر ژر به په هېواد کې د جګړې ټغر ټول شي.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG