د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

پاکستان کې د افغانانو ستونزې؛ ډېری دا کسان امریکا او اروپا د تګ په تمه دي


ارشیف: په اسلام اباد کې هغه افغان کډوال چې امریکا او اروپايي هېوادونو ته د تګ لپاره منتظر دي.
ارشیف: په اسلام اباد کې هغه افغان کډوال چې امریکا او اروپايي هېوادونو ته د تګ لپاره منتظر دي.

په پاکستان کې د امریکا، اروپا او نورو هېوادونو ته په تمه یو شمېر افغانان وايي، د کېسونو ځنډېدو له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي او ان ماښامي او پیشلمي ته هم لازم خواړه نه شي برابرولای.

دوی چې اکثره د امنیتي ګواښونو له امله پاکستان ته تللي او د کډوالۍ کېسونه یې د څېړلو په حال کې دي، شکایت کوي چې شته پیسې یې ختمې شوي دي.

ناهیدسادات یو له دغو کډوالو ده چې اوس په پېښور کې اوسېږي.

هغه وايي، له څه باندې یوه کال راهیسې په پاکستان کې ده او کومې پیسې یې چې له ځانه سره راوړې وې ټولې لګولي دي.

ناهید چې د امريکا کېس لري وویل، بې برخلیکه ده او د ژوند سختې شپې ورځې تېروي.

کله چې د شپې رایادېږي چې زامن مې د ورځې روژه نيسي او د شپې لخوا کار کوي، ډېره ځورېږم.

نوموړې زیاته کړه: "زمونږ اقتصاد خراب دی. دوه زامن مې په يوه هوټل کې کار کوي چې ماسپښين درې بجې ځي او تر پيشلمي پورې خلکو ته خواړه ورکوي، نه پوهېږم چې هغوی خپله افطار هم کوي که نه. کله چې د شپې رایادېږي چې زامن مې د ورځې روژه نيسي او د شپې لخوا کار کوي، ډېره ځورېږم. "

نوموړې وايي، په پاکستان کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوي او زامن يې په ۲۴ ساعتونو کې د ۵۰۰ کلدارو په بدل کې چې ډېرې کمې پيسې دي کار کوي چې په خبره یې ورته بسنه نه کوي.

فهیمه يوه بله افغان مېرمن ده چې په اسلام اباد کې ژوند کوي.

دا هم بل هېواد ته د خپل کېس د چارو د بشپړولو لپاره دغې هېواد ته تللې ده.

هغه وايي: "دوه کاله کېږي چې بې برخليکه يوو. اوس د روژې په مبارکه مياشت کې له اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ يوو. بيې هم ډېرې لوړې شوي او تر اوسه هېڅ کوم بنسټ يا سازمان همکاري نه ده کړې."

په پاکستان کې مېشت افغان عبدالروف قاضي زاده وايي، د خوراکي توکو د بيو له لوړوالې سره سره دوی ته د کار زمينه هم برابره نه ده.

قاضي زاده وویل: "اوس چې د روژې مبارکه مياشت ده د خوراکي توکو بيې ډېرې لوړې شوي او ډېری افغانان دا توان نه لري چې افطار او پيشلمي لپاره ښه خواړه برابر کړي، ځکه چې دلته افغان کډوالو ته د کار زمينه برابره نه ده."

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د اعتراضیه غونډې انځور. دوی امریکا او اروپا ته د تګ په تمه شپې او ورځې تېروي. May 7, 2022
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د اعتراضیه غونډې انځور. دوی امریکا او اروپا ته د تګ په تمه شپې او ورځې تېروي. May 7, 2022

دا افغانان چې د کډوالۍ د کېسونو د بهیر بشپړولو لپاره پاکستان ته تللي او د کېسونو د ځنډېدو له کبله شکایت کوي، ډېری یې د امريکا د پي۱ او پي۲ 'P1-P2' د کډوالۍ کېسونه لري.

د امریکا حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست په دویمه له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو له پريکړې وروسته، هغو کسانو لپاره چې له امریکایي بنسټونو یا د امریکا تر ملاتړ لاندې ادارو کې يې کار کړی وو د کډوالۍ ځانګړی پروګرام پي۲ 'P2' اعلان کړ.

د دې پروګرام یو شرط دا و چې یاد کسان باید درېیم هېواد ته ولاړ شي چې له همدې امله په زرګونه افغانان چې ځانونه یې په شرایطو برابر ګڼل د افغانستان ګاونديو هېوادونو په ځانګړې توګه ډېری پاکستان او ایران ته کډه شول.

په دغو کسانو کې ډېری د دولتي ادارو کارکوونکي، مدني فعالان او خبریالان هم دي چې د دوی په خبره په افغانستان د طالبانو له بيا ځلې واکمنېدو وروسته د امنیتي ګواښونو له امله له هېواده وتلي او اوس خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو لاره هم نه لري.

دوی شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې لاریون هم وکړ او د امریکا له متحده ايالاتو یې وغوښتل چې د دوی کېسونو ته دې ژر رسېدنه وکړي.

د امریکا حکومت دغه ډول اعتراضونو او نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تل یې ویلي چې د دغو کسانو کېسونه تر څېړنې لاندې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG