د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

د افغان ښځو پر کار د بندیز لرې کېدو او ښوونیزو مرکزونو په پرانیستلو ټینګار وشو


د عکس ښي لور ته پخوانی ولسمشر حامدکرزی او چپ لور ته په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزوا اوتنبایوا
د عکس ښي لور ته پخوانی ولسمشر حامدکرزی او چپ لور ته په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزوا اوتنبایوا

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د ښځو پر کار د بندیز د لرې کېدو او د تعلیمي مراکزو په بیا پرانیستلو ټینګار کړی دی.

ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځو د کار بندیز د لرې کولو او د تعلیمي مراکزو د بیا پرانیستلو لپاره خپلې وروستۍ هڅې کوي.

ملګرو ملتونو سازمان تېره اوونۍ ګواښ کړی و که طالبان د دغه سازمان اړونده دفترونو کې د افغان ښځو د کار په اړه بندیز لرې نه کړي نو دوی به په مې میاشت کې له افغانستانه ووځي.

تازه د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا چې څو ځله له طالب چارواکو سره هم غږېدلې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامدکرزي سره لیدلي.

د کرزي په ټوېټر کې راغلي چې دواړو په دې لیدنه کې په کورنیو او نړیوالو موسسو کې کارونو ته د افغان ښځو د بیا ستنېدو او د تعلیمي مراکزو د بیا پرانیستلو په اهمیت ټينګار وکړ.

دوی همدارنګه د افغانستان د دایمي سولې او ټیکاو لپاره د ملي خبرو اترو په پیل هم ټینګار کړی دی.

طالبانو په دې سربېره چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې له بهرنیو او کورنیو موسسو سره د ښځو پر کار بندیز ولګاوه شاوخوا درې اوونۍ مخکې یې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم د ښځو د کار مخه نیولې.

طالبانو دا بندیزونه په هغو محدوونکو اقداماتو سربېره لګولي چې میلیونونه افغان نجونې یې د ۲۰۲۱ کال له اګسته له متوسطو او لېسو ښوونځیو منع کړي.

د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې نجونې له پوهنتوني زده کړو منع کړې. December 21, 2022
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې نجونې له پوهنتوني زده کړو منع کړې. December 21, 2022

د اسوشېټېډپریس د یوه راپور په اساس ملګري ملتونه په افغانستان کې شاوخوا ۳۳۰۰ افغان کارکوونکي او ۶۰۰ بهرني کارکوونکي لري چې په کې ۶۰۰ افغان ښځې او دوه سوه بهرنۍ ښځې هم شاملې دي.

د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو خپلو افغان کارکوونکو ښځو او نارینه وو ته د هغه څه په غبرګون کې چې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز دی سپارښتنه کړې چې په کورونو کې پاتې شي.

ملګري ملتونه وایي، که طالبان د ښځو په اړه له خپلو بندیزونو تېر نه شي د افغانستان اقتصادي وضعه به ډېره خرابه شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د افغانستان څانګې مشر عبدالله ال درداري تېره اوونۍ په یوه پيغام کې وویل: "د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام خبرداری ورکوي چې د ښځو او نجونو د حقونو محدودونکي اقدامات به اقتصادي ناورین لا پسې ژور کړي او ملګري ملتونه د دغو اقداماتو د لرې کېدو غوښتنه کوي. موږ هره ورځ ورسره خبرې کوو او ارقام ورسره شریکوو او ورته وایو چې له عامه ژوند کاره او تعلیمه د ښځو لرې کول څنګه د افغانستان د اقتصاد په راتلونکي بد اغېز کوي. خو دمګړۍ موږ هېڅ مثبت ځواب نه ګورو."

ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021
ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021

ملګرو ملتونو ګواښ کړی چې د افغانستان ۸۵ فیصده خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او د طالبانو د سختدریځیو په دوام دا شمېر ورځ تر بلې مخ په لوړېدو دی.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده چې د نجونو او ښځو د کار او تعلیم په اړه د سختو فرمانونو په صادرولو سره تر ګڼو انتقادونو لاندې دی د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې له ټولو نیوکو سره سره ټينګار کړی چې د افغانستان د پرمختګ مسوولیت د افغانانو دی او باید په نورو تکیه ونه شي.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده

وروسته له هغه چې په ۲۰۲۱ کې د متحده ایالاتو تر ملاتړ لاندې جمهوریت سقوط وکړ، له افغانانو سره د مرستې پروګرامونه په ډراماتیک ډول کم شول ځکه چې ډېری هېوادونه په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره تعامل ته حاضر نه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG