د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۱ کابل ۱۲:۵۳

افغانستان

اوتنبایوا او دلاور د کانونو او بېرته راستانه شویو افغانانو په اړه خبرې کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې روزا اوتنبایوا

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې روزا اوتنبایوا د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې د کانونو د سکتور او د بېرته راستانه شویو افغانانو په اړه خبرې وکړې.

شهاب الدین دلاور د بېرته راستنېدونکو د کمېسیون مشري هم پر غاړه لري.

ملګرو ملتو نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت مشرې د ټولو هغو افغانانو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه وکړه چې بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د حکومت رسمي خبري اژانس باختر په دې اړه ویلي چې د یوناما مشرې هیله څرګنده کړه چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي افغانان به د افغانستان په وده او پرمختګ کې ونډه واخلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د کډوالو عالي کمېشنرۍ جوزجان کې ۵۸۰۰ کسانو ته لمريزه برښنا برابر کړې

انځور - ارشيف

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنرۍ وايي، په جوزجان کې یې ۵۸۰۰ کسانو ته لمریزه برښنا برابره کړې ده.

دغې ادارې پرون په ټویټر کې ولیکل، چې د لمریزې برښنا په واسطه د افغانستان په کلیوالي سیمو کې خلکو ته د پاکې انرژۍ زمینه برابرېږي.

په افغانستان کې په وروستیو کې د برښنا پرچاوي داسې وخت زیاته شوې، چې هوا هم سړه شوې او خلک وايي د ځانونو تودولو لپاره کافي امکانات نه‌لري.

افغانستان د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړیوال جام ته په مستقیمه توګه لار پیدا کړه

افغان کرېکټ ملي لوبډله په استرالیا کې د نړیوال کرېکټ سیالیو پر مهال

د کرېکټ نړیوالې شورا بېګا ناوخته اعلان وکړ چې، افغانستان د ۲۰۲۳ کرېکټ نړيوال جام ته په مستقيمه توګه لار پيدا کړه.

په اعلامیه کې راغلي چې له سرېلانکا سره د افغانستان دویمه لوبه کې د افغان لوبډلې په ګټه پنځه امتیازونه په جدول کې ورسېدل او په همدې خاطر افغان ټیم د هند په کوربه‌توب د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته ووت.

افغانستان دمګړۍ د سوپر لیګ په اووم مقام کې دی او دا اوه واړه لوبډلې نړیوال جام ته وتلي دي.

افغانستان له سرېلانکا یوه لوبه ګټلې، یوه یې د باران په خاطر بشپړه نه‌شوه او سبا به وروستۍ لوبه ورسره لري.

افغانستان د کرېکټ په سوپر لیګ کې چې هدف یې مستقیما نړیوال جام ته د اتو ټیمونو وتل دي له دیارلسو لوبو ۱۱ ګټلي او ۱۱۵ نمرې لري.

د زابل په سيوري ولسوالۍ کې لسګونه کسان د تورې غاړې په ناروغۍ اخته شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولايت موقعيت

د زابل په سیوري ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۰۰ کسان د تور ټوخي/ تورې غاړې په ناروغۍ اخته شوي چې له دې جملې دوه ماشومان مړه شوي.

د زابل د عامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي ازادي رادیو ته وویل چې، یو روغتیایي ټیم سیمې ته رسېدلی تر څو د ناروغانو درملنه وکړي.

د ښاغلي حکیمي په خبره د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي لپاره ناروغانو ته لارښوونه شوې چې د روغتیايي ټیمونو د لارښوونې سره سم د څو ورځو لپاره له خپلو سیمو ونه وځي.

ملاله يوسفزۍ د برېتانيا حکومت ته: د افغان ښځو د ملاتړ هڅو ته دوام ورکړئ

ملاله يوسفزۍ

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د برېتانیا له حکومته وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

نوموړې پرون (نومبر۲۷) په لندن کې په یوه لاریون کې چې د افغانانو په ګډون د سلګونو کسانو له‌خوا ترسره شو، د نړۍ پر مشرانو نیوکه وکړه چې ولې د دې په خبره په افغانستان کې د نجونو د تعلیم لپاره غږ نه پورته کوي.

ملاله چې په پاکستان کې د نجونو د زده‌کړې لپاره د طالبانو له‌خوا تر برید لاندې راغلې وه زیاته کړه ، پوهېږي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له څومره ستونزو سره مخې دي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو په ملاتړ پرون په لندن او د کاناډا په ځینو ښارونو لاریونونه وشول.

د افغانستان کرکټ لوبډلې سریلانکا ته د ۲۲۹ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او سریلانکا کرکټ لوبډلو ترمنځ د یوې لوبې انځور

افغانستان په نننۍ پنځوس اووره مسابقه کې سریلانکا ته د ۲۲۹ منډو هدف وټاکه.

افغانستان د لوبې پچه یا ټاس وګاټه او د بټنګ کولو پرېکړه یې وکړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۲۸ منډې وکړې.

اوس سریلانکا هڅه کوي چې ورکړل شوی هدف پوره کړي.

دا د دواړو ټیمونو ترمنځ د سوپرلیګ لوبو په ترڅ کې چې سریلانکا یې کوربنه ده، د درېیو پنځوس اوره لوبو دویمه هغه ده.

د دې لړۍ لومړۍ لوبه د تېرې جمعې په ورځ افغان لوبډلې د شپېتو منډو په توپير له سریلانکا څخه وګټله.

که افغانستان له سریلانکا یوه بله لوبه هم وګټي دومره امتیازات تر اوسه لري چې مستقیم د راتلونکي کال نړیوال جام ته ووځي.

په همدې حال کې د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې د اماراتو له کرکټ بورډ سره یې د پنځه کلنو دوه اړخیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ.

کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي د دې موافقې له مخې به د افغانستان کرکټ بورډ د دې مودې لپاره د اماراتو لوبډلې په وړاندې هر کال درې شل اوریزې لوبې کوي، په بدل کې به یې افغان کرکټ بورډ په هغه هېواد کې د لوبو د اجازې له فیسونو پرته د نورو لوبډلو کوربه توب کوي او همدارنګه د ویزو اسانتیاوې ترلاسه کړي.

په چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت له طالبانو سره د تعامل خبر ورکړ

په چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت

په چک جمهوریت کې د افغانستان د تېر پرځول شوي حکومت سفارت له طالبانو سره د تعامل خبر ورکړ.

په پراګ کې دغه سفارت د شنبې په ورځ په خپل فېسبوک کې لیکلي، چې د افغانستان د خلکو استازیتوب کوي او په افغانستان کې له حاکم نظام سره په تماس کې دی.

په اطلاعیه کې راغلي چې د خلکو د ستونزو د حل او خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره له بهرنیو چارو وزارت سره په تعامل کې دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل هم دغه اطلاعیه بیا ټوېټ کړې ده.

د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو اوسنی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو پاکستان، روسیه او چین هغه هېوادونه دي چې طالبانو ته یې اجازه ورکړې چې خپل ځینې کسان د ډیپلوماتانو په توګه ورولېږي.

ریچارډ بینیټ: په افغانستان کې ښځې یوازې نه پرېښودل کېږي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ وايي، د نړیوال قانون له مخې، د جنسیت پر اساس مجازات د انسانیت پر وړاندې یو جرم دی.

بینیټ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت پرون ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي، مجازاتوونکو سره به حساب کتاب کېږي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، چې په افغانستان کې به ښځې یوازې نه پرېښودل کېږي.

د نومبر میاشتې ۲۵مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ ده، چې له دې نېټې وروسته د ۱۶ ورځو لپاره کمپاین پیل شوی دی، چې په دې برخه کې خلکو ته پوهاوی ورکړل شي.

د افغانستان او سریلانکا کرکټ لوبډلو ترمنځ دویمه یوه ورځنۍ لوبه پیل شوه

افغان لوبغاړی رحمان الله ګوربز د یوې مخکینۍ لوبې پرمهال

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ دویمه یوه ورځنۍ لوبه پیل شوه.

افغانستان د لوبې پچه یا ټاس وګاټه او د بټنګ کولو پرېکړه یې وکړه.

دا د دواړو ټیمونو ترمنځ د سوپرلیګ لوبو په ترڅ کې چې سریلانکا یې کوربنه ده، د درېیو پنځوس اوره لوبو دویمه هغه ده.

د دې لړۍ لومړۍ لوبه د تېرې جمعې په ورځ افغان لوبډلې د شپېتو منډو په توپير له سریلانکا څخه وګټله.

که افغانستان له سریلانکا یوه بله لوبه هم وګټي دومره امتیازات تر اوسه لري چې مستقیم د راتلونکي کال نړیوال جام ته ووځي.

له سریلانکا سره درېیمه او ورستۍ لوبه به د سې شنبې په ورځ وشي.

په همدې حال کې د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې د اماراتو له کرکټ بورډ سره یې د پنځه کلنو دوه اړخیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ.

کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي د دې موافقې له مخې به د افغانستان کرکټ بورډ د دې مودې لپاره د اماراتو لوبډلې پر وړاندې هر کال درې شل اوریزې لوبې کوي، په بدل کې به یې افغان کرکټ بورډ په هغه هېواد کې د لوبو د اجازې له فیسونو پرته د نورو لوبډلو کوربه توب کوي او همدارنګه د ویزو اسانتیاوې ترلاسه کړي.

ټوماس نیکلاسن: طالبان د نړیوالو قوانینو د رعایت مسوولیت لري

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازی ټوماس نیکلاسن

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازی ټوماس نیکلاسن وایي، پر افغانستان واکمن طالبان مسوولیت لري هغه نړیوال قوانین رعایت کړي چې دې هېواد لاسلیک کړي دي.

نیکلاسن پرون په څو ټویټونو کې دغه څرګندونې د طالبانو له خوا په لوګر کې پر ۱۴ کسانو د شرعي حدودو د عملي کولو پر وړاندې په غبرګون کې کړي دي.

هغه ویلي، اروپایي ټولنې له هغو څو کمو هېوادونو چې د ده په وینا د سزا دغه بڼې په کې عملي کېږي هم ورته غوښتنه کړي چې د نړیوال قانون په رڼا کې خپل مسوولیتونه پرځای کړي.

نیکلاسن فزیکي مجازات ظالمانه، غیرانساني او د سپکاوي چلند بللی چې د ده په وینا د شکنجې د مخنیوي او د مدني او سیاسي حقونو د نړیوالو کنوانسیونو سره په تضاد کې دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او نظام یې دنده لري چې اسلامي شریعت نافذ کړي.

نن د افغانستان او سریلانکا کرکټ لوبډلو ترمنځ دویمه یوه ورځنۍ لوبه ده

د افغانستان او سریلانکا کرکټ لوبډلو ترمنځ د یوې سیالۍ انځور

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او سریلانکا د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ دویمه یوه ورځنۍ لوبه وشي.

دا د دواړو ټیمونو ترمنځ د سوپرلیګ لوبو په ترڅ کې چې سریلانکا یې کوربنه ده، د درېیو پنځوس اوره لوبو دویمه ده.

د دې لړۍ لومړۍ لوبه د تېرې جمعې په ورځ افغان لوبډلې د شپېتو منډو په توپير له سریلانکا څخه وګټله.

دا لوبې د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام ته د مستقیم تګ لپاره دي.

که افغانستان له سریلانکا نننۍ لوبه وګټي دومره امتیازات تر اوسه لري چې مستقیم د راتلونکي کال نړیوال جام ته ووځي.

له سریلانکا سره درېیمه او ورستۍ لوبه به د سې شنبې په ورځ ترسره شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG