د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

د دوحې غونډه؛ افغان مېرمنو ته په‌کې د ګډون غوښتنه شوې


يو شمېر معترضې مېرمنې، انځور - ارشيف
يو شمېر معترضې مېرمنې، انځور - ارشيف

دوحه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې افغان مېرمنو ته د ګډون غوښتنه.

په دوحه کې د افغانستان په اړه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو د ځانګړيو استازو د غونډې په درشل کې چې د مې په لومړۍ او دویمه نېټه به په دوحه کې ترسره شي، د ښځو، سولې او امنیت کاري ډله وايي، چې افغان مېرمنې باید د دغې غونډې په پرېکړو کې حضور ولري.

ياده موسسه چې د بښنې نړیوال سازمان، د ښځو د نړیوالې سولې شبکې، د بشري حقونو د څار ادارې او د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو نړیوالې ټولنې په ګډون، له ۱۲ نړیوالو سازمانونو څخه جوړه ده، چهارشنبې د ۱۴۰۲ لمريز کال د غويي میاشتې په ۶ مه د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرش ته یو لیک استولی او له هغه یې غوښتي، چې د افغان ښځو استازو ته د ښځو حقونو فعالانو، مدني فعالانو او ښځینه رهبرانو په ګډون دا فرصت ورکړل شي چې په ياده غونډه کې ګډون وکړي.

په دې غونډه کې د ښځو له معقول حضور پرته به یې پایلې او پرېکړې نا مشروع وي.

دوی د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په راتلونکو ګامونو کې د افغان ښځو بشپړ، مساوي، با معنا او بنسټیزې ونډې ډاډ ورکړي.

په دغه لیک کې ویل شوي، په دې غونډه کې د ښځو له معقول حضور پرته به یې پایلې او پرېکړې نا مشروع وي.

په لیک کې راغلي، د افغانستان مسئله د ملګرو ملتونو لپاره یو فرصت دی چې ثابته کړي، د افغان ښځو حقونه د مذاکراتو وړ نه‌دي او هغه افغانې ښځې چې هره ورځ د خپلو حقونو لپاره په زړورتیا مبارزه کوي د ملګرو ملتونو ملاتړ ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هیدر بار وايي، راتلونکې اوونۍ په دوحه کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې به پر دې خبرې وشي، چې دغه سازمان به د افغانستان د کړکېچ په اړه څه وکړي او د دې هېواد او طالبانو راتلونکې به څه وي؟

خو هغې وويل چې دې کنفرانس ته تر اوسه هیڅ ښځه نه‌ده بلل شوې.

هيدر بار
هيدر بار

د دې تر څنګ د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د افغانستان په هره مسئله او پرېکړه کې د ښځو رول او حضور مهم او اړین بولي او د ملګرو ملتونو په غونډه کې د افغان مېرمنو نه بلل کېدل د اندېښنې وړ بولي.

"ښځو د طالبانو په حاکمیت کې تر ټولو ډېر تاوان او قرباني ورکړې

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې غړې او یو له لاریون کوونکو څخه راضيې بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل، د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ښځو نه ګډون د افغان ښځو د ملاتړ نشتوالی په ګوته کوي.

هغې وويل: "ښځو د طالبانو په حاکمیت کې تر ټولو ډېر تاوان او قرباني ورکړې، نو د داسې غونډو جوړول، په خلکو او ښځو ظلم دی. د افغانستان ښځو نشتوالی په دغو غونډو کې ددې ښکارندويي کوي چې نړۍ د بشري حقونو شعار او د بشري حقونو څخه د دفاع تر څنګ نه‌ده ولاړه او د خپلې ګټې لپاره کولای شي د ترهګرۍ او انسان ستیزۍ تر څنګ ودریږي."

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شکریې بارکزۍ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وويل، دا چې افغان ښځې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ګډون حق نه‌لري، د خواشینۍ وړ موضوع ده.

شکريه بارکزۍ
شکريه بارکزۍ

اغلې بارکزۍ وويل: "هر هغه موضوع چې د افغانستان او د افغانانو په اړه وي، د افغان مېرمنو شتون هلته حتمي او لازمي دی. زه خواشینې یم چې د ملګرو ملتونو په دې غونډه کې، د ښځو هیڅ یوه ډله نه‌‌ده بلل شوې چې راشي او خپلې ستونزې ووایي."

ملګرو ملتونو د دوحې په غونډه کې د افغان ښځو یا د هغوی د استازو د حضور یا نه‌شتون په اړه څه نه‌دي ویلي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش په کوربه‌توب د ملګرو ملتونو غونډه د مې په لومړۍ او دوهمه نېټه د تړلو دروازو تر شا وروسته له هغې جوړیږي چې، طالبانو د دغې موسسې د ښځینه کارکوونکو پر کار کولو بندیز لګولی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG