د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

ایا غرب بیا د افغانانو خرڅولو ته چمتووالی نیسي؟


د کابل پوهنتون عمومي دروازې مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه نجونو له پوهنتوني زده کړو منع کړې چې دوی هم په دې پرېکړه اعتراض او خپګان څرګند کړی و.
د کابل پوهنتون عمومي دروازې مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه نجونو له پوهنتوني زده کړو منع کړې چې دوی هم په دې پرېکړه اعتراض او خپګان څرګند کړی و.

مېل انلاین:

برتانوۍ انلاین خپرونې مېل انلاین په یوه مطلب کې لیکلي چې د یوه برتانوي ډاکتر کورنۍ له طالبانو د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

په مطلب کې راغلي چې د کوین کارن ویل کورنۍ د هغه د روغتیايي وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه لري.

د کارن ویل کورنۍ تمه درلوده چې دغه ډاکټر به د طالبانو له خوا د روژې میاشتې په پای کې خوشې کړای شي.

د هغه کورنۍ اندېښنه لري چې کارن ویل د صحي امکاناتو د نشتوالي له کبله ښايي په توقیف کې ساه ورکړي.

د دې کورنۍ په خبره، د دې ډاکټر یوازنی جرم دا و، چې په افغانستان کې یې له اړو کسانو سره مرسته کوله.

۵۳ کلن کارن ویل د بریتانیا له یوه بل وګړي سره په تېره جنورۍ میاشت کې د کابل په یوه هوټل کې د جاسوسۍ او په غیرقانوني ډول د وسلې ساتلو په تور ونیول شو.

مېل انلاین خپرونې لیکلي چې کارن ویل د یوې وسلې د ګرځولو جواز درلود.

د بریتانیا د پوځ دغه پخواني ډاکټر مخکې په افغانستان کې د ایکاروس په نوم غیرانتفاعي موسسه کې کار کړی دی.

دغه موسسه د ملګرو ملتونو د ماموریتونو لپاره د جګړې په سیمو کې خلکو ته د وړیا روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په برخه کې فعالیت کوي.

سپېکټېټر:

د بریتانیا سپېکټېتر خپرونې په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان په باب یوې لیکنې ته دغه عنوان ورکړی: "ایا غرب بیا د افغانانو خرڅولو ته چمتووالی نیسي؟"

د لیکنې په پیل کې راغلي، په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې فشارونه زیات کړي، ظاهراً ملګري ملتونه غواړي چې له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي حالت ته راوګرځوي.

د لیکوال په وینا، په افغانستان کې له وړاندې ښځې له ټولو دندو، تعلیم او تحصیل منع شوي او په وروستیو کې یې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو کار هم منع اعلان شوی دی.

دا اقدامات داسې وخت شوي چې نن دوشنبه او سبا د قطر په پلازمېنه دوحه کې پر افغانستان بحثونه کېږي.

د سپېکټېټر خپرونې لیکوال د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد څرګندونو ته هم اشاره کړې چې په دوحه کې یې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د غونډې په درشل کې ویلي وو، دا اوس د دې وخت دی چې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره لومړني ګامونه واخیستل شي.

کله چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په مخالفت کې له زیاتو لوریو اوازونه اوچت شول، د ملګرو ملتونو یوه ویاند وویل چې د دوحې په غونډه کې به د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې موضوع مطرح نه وي.

د لیکوال په وینا، طالبان غواړي چې اوسنی حاکمیت یې په رسمیت وپېژندل شي، د دې لپاره چې له بهرنۍ نړۍ سره بشپړ تعامل ولري، خو د لیکوال په وینا طالبانو تر اوسه داسې اقدامات نه دي کړي، چې بهرنیان متیقن شي، چې طالبان ښايي د ټولشموله حکومت پر لوري ګامونه اخلي.

د سپېکټېټر د مقالې لیکوال ايي، افغان ډیموکرات فعالان وېره لري، که نړۍ د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، دوی به یو وار بیا له پامه غورځول شي.

دغه فعالان غواړي د دوحې په غونډه کې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب نن دوشنبه او سبا دوام کوي، برخه ولري او د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو استازي په کې برخه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG