د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

افغانستان ته د امريکا د مرستو په اړه د سيګار د مشر پر څرګندونو د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

یو شمېر نړیوالو مطبوعاتو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش د وروستیو څرګندونو په اړه مقالې خپرې کړي دي.

جان سوپکو د امریکا د کانګرس غړو ته په وینا کې وویل، دی نه‌شي تضمینولای چې افغانستان ته د امریکا میلیاردونه ډالره بشري مرستې به د طالبانو لاس ته ونه لوېږي.

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼه:

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې د ښاغلي سوپکو هغه خبرې راخیستي چې ویلي یې دي، تر اوسه یې داسې طالب جنګیالي نه‌دي لیدلي چې وږي وي، د ده په وینا دوی ټول چاغ او خوشاله ښکاري، په داسې حال کې چې د نړیوال بانک د راپور له مخې تېر کال ۷۰ په سلو کې افغانان د خوراکي توکو په ګډون له ډېرو اساسي موادو محرومه وو.

په همدې غونډه کې چې ښاغلي سوپکو د امریکا د کانګرس غړو ته معلومات ورکول، د استازو د جرګې غړي کویسي موفومي وویل چې د امریکا د خزانې له وزارته په ميلیاردونو ډالر ایستل کېږي که دا پیسې د هغو هدفونو لپاره چې موږ یې غواړو نه لګېږي، ښه ده چې هېواد کې دننه وکارول شي او یا د افغان ښځو او نجونو د دفاع لپاره چې له پرله‌پسې فشارونو لاندې دي او په افغانستان کې د بشري حقونو پیاوړتیا ته دوام ورکړي ولګول شي.

د سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې د راپور له مخې ښاغلي سوپکو ویلي، داسې معلومات یې راټول کړي چې ښيي طالبانو په افغانستان کې د پیسو لګولو طریقه بدله کړې ده.

نوموړي پر نړيوال بانک او ملګرو ملتونو هم په دې برخه کې د هغه څه لپاره چې دوى ناسمه څارنه او د روڼتيا نشتوالی یادیږي نیوکه کړې ده.

ډیپلوماټ خپرونه:

ډیپلوماټ خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې طالبانو ته د نږدې کېدو لپاره د روسیې ستراتیژیک منطق تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې له مخې په افغانستان کې د روسیې پر ګټو د پوهېدو لپاره باید د دواړو هېوادونو نقشې او جغرافیوي موقعیت ته ژوره کتنه وشي.

افغانستان د منځنۍ اسیا په لار کې پروت دی هغه منځنۍ اسیا چې روسیه یې د خپل نفوذ ساحه ګڼي.

د افغانستان امنیت او په ځانګړې توګه د شمالي ولایتونو امنیت چې له ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان سره پر پوله پراته دي، د روسیې لپاره چې لا هم په منځنۍ اسیا کې د شوروي د دورې د واکمني او ګټو خیال په سر کې لري، خورا اهمیت لري.

د ډيپلومات په لیکنه، ښايي له طالبانو سره د روسيې لېوالتيا تر يوه حده د لوېديځ د فشارونو په وړاندې غبرګون وي، ځکه افغانستان د روسيې او چين د ديوال تر شا پروت دى او په سيمه کې د چین او روسیې تر نفوذ لاندې ساحو لپاره د افغانستان امنیت مهمه بلل کېږي.

خو مقاله زیاتوي که تاریخ ته وګورو، پوځي مداخله به لویه تېروتنه وي او روسیه او چین په دې ښه پوهېږي.

ډیپلوماټ دې ته هم اشاره کوي چې ولې طالبان غواړي روسیې ته نږدې شي او لیکي چې طالبان د دې کار لپاره دوه دلایل لري. لومړی دا چې دوی غواړي د نړیوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت وپېژندل شي او دویم دا چې دوی غواړي د یوه قوي سیاسي قدرت په توګه غواړي وښيي چې د خپل او ګاونډیانو امنیت تضمینوي.

خو ډيپلوماټ له خپلو پخوانیو توافقاتو څخه د طالبانو ځینو سرغړونو ته اشاره کړې او لیکلي، چې طالبان ښايي په دې برخه کې د باور وړ شریکان نه وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG