د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

سيګار: د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې امريکا له افغانستان سره ۱،۱ مليارد ډالر مرسته کړې


د افغانستان بانک دننه د ډالرو د ګېډيو يو انځور - ارشيف
د افغانستان بانک دننه د ډالرو د ګېډيو يو انځور - ارشيف

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش په خپل درې میاشتني راپور کې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په برخه کې متحده ایالات ستر مرستندویه بللی دی.

په راپور کې ویل شوي چې ۱،۱ ملیار ډالره په بشري چارو کې د افغانستان له خلکو سره مرسته شوې او هیڅ پیسې د دې هېواد بیارغونې ته نه‌دي ځانګړې شوي.

دلیل یې هم د امریکایي ادارو ترمنځ د همغږي نشتوالی ښودل شوی دی.

سیګار انتقاد کړی چې د امریکا د نړیوالې پرمختیا ادارې USAID او د خزانې وزارت د افغانستان د بیا رغونې لپاره له ځانګړي سرمفتش جان سوپکو سره همکاري نه‌ده کړې.

سوپکو د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر ادارې هم انتقاد کړی چې د دې ادارې د پلټنو په وړاندې یې ځینو خنډونه رامنځته کړي دي.

سوپکو په دې راپور کې ویلي چې، په بشري چارو کې د امریکا له مرستو سره سره، په افغانستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی.

جان سوپکو
جان سوپکو

په دې راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د لومړي ځل لپاره سیګار نه‌دی توانېدلی چې د امریکا خلکو او کانګرس ته د دغو پیسو په اړه د قیق حساب ورکړي.

د افغانستان د بیا رغونې پر چارو د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره، په ۲۰۰۸ م کال رامنځته شوه تر څو له افغانستان سره د بیا رغونې په برخه کې د امریکا د نژدې ۱۴۷ ملیارډ ډالرو مرستې پلټنه وکړي.

سیګار په دې راپور کې په افغانستان کې د مختلفو ستونزو یادونه کړې ده.

بشري بحران، د نجونو او ښځو د اندېښنې وړ وضعیت، رسنۍ او د دې هېواد اقتصادي رکود یې څو بېلګې یادې شوي.

سیګار وایي، د تېر کال له دوبي را په‌دېخوا د افغانستان اقتصاد شل سلنه لوېدلی او له ۷۰۰ زره زیاتو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د رسنیو په برخه کې د بې پولې خبریالانو په حواله ویل شوي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ۴۰ سلنه رسنۍ بندې شوي او ۶۰ سلنه خبریالانو دندې له لاسه ورکړي دي.

یوازې د رسنیو د کار کونکو شمېر چې دندې یې له لاسه ورکړي، ۶۴۰۰ تنه ښودل شوی چې ۸۴ سلنه یې ښځینه خبریالانې دي.

خو له دې سره سره یې ډېره اندېښنه د افغانستان له اقتصادي وضعیت سره غوټه کړې او د امریکا د سولې د انستیتوت د څېړونکو په حواله ویل شوي چې، د هیلو هیڅ داسې څرک نه لګیږي چې د افغانستان اقتصاد به په نژدې راتلونکي کې هغه حد ته ورسیږي چې تر ۲۰۲۱ م کال مخکې ورڅخه دا هېواد برخمن و.

XS
SM
MD
LG