د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

بلومبرګ له افغانستان سره د مرستو په تړاو لیکنه خپره کړې


ارشیف
ارشیف

بلومبرګ:

د کاناډا بلومبرګ خبري شبکې له افغانستان سره د مرستو په تړاو د سیګار په نویو اندېښنو یوه لیکنه خپره کړې.

لیکنه کې راغلي، له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، امریکا د افغانانو د ملاتړ لپاره یو اعشاریه یو میلیون ډالره بشري مرسته افغانستان ته لېږلې.

وړاندې راغلي، د سیګار مشر جان سوپکو غواړي چې د دغو پیسو د لېږد او لګښت څرنګوالی وڅېړي، خو سوپکو نیوکه کړې چې د بایډن ادارې دا څېړنه له خنډ سره مخامخ کړې.

لیکنه کې د جان سوپکو هغه راپور ته اشاره شوې چې سې شنبه ناوخته خپور شوی او په کې راغلي، د لومړي ځل لپاره دا ځل د امریکا کانګرس ته د امریکا د لګښتونو په تړاو بشپړ حساب نه شي ورکولای.

سوپکو ویلي، له افغانستان سره د شویو مرستو د څرنګوالي په څېړنه کې څو اړوندو امریکایي ادارو همکاري نه ده ورسره کړې.

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د سرپلټونکي اداره سیګار ۲۰۰۸ کال کې رامنځته شوه او له همغه مهال دغه اداره تر ډېره د امریکا د مرستو پر څرنګوالي نیوکه کوي.

د دغې ادارې مشر جان سوپکو ویلي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان سره د شویو مرستو په تړاو امریکایي ادارو معلومات نه دي ورکړي او له دې ډلې ځینو ورته ویلي چې دا مرستې بشري وې، نه د بیا رغونې.

د سوپکو په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان خلک اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې هغسې شرایط ګالي لکه د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې یې چې درلودل.

سوپکو ویلي، افغانستان سره له شویو بشري مرستو سره سره لا هم دغلته بشري وضعیت نازک دی او څه باندې نیمایي وګړي یې مرستو ته اړتیا لري.

یو شمېر سپورټي خپرونو بیا د افغانستان او استرالیا د کرکټ په سبانۍ لوبې تبصرې کړي دي.

انډیا فنټسي:

له دې ډلې یوې هندۍ انلاین خپرونې انډیا فنټسي لیکلي، افغانستان شل اوریز نړیوال جام کې تراوسه کومه بریا نه لري، خو په لیکنه کې راغلي، افغان لوبډله باید د جمعې ورځ له استرالیا سره ښه لوبه وکړي.

دغه لوبه سبا د افغانستان په وخت د غرمې ۱۲ نیمو بجو ته پلان شوې او د کرکټ مبصرینو د افغانانو د بریا چانس هم لږ ښودلی دی.

انډیا فنټسي لیکي، استرالیا هڅه کوي چې له افغان لوبډلې په لوی توپير دغه لوبه وګټي، خو دوی ټینګار کوي چې افغان لوبډله، سره له دې چې نړیوال جام کې د پرمختګ نور چانس نه لري، استرالیا ته په اسانه میدان پرېنږدي.

XS
SM
MD
LG