د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

د طالبانو د رسمیت پېژندلو په تړاو د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

انډیپنډنټ:

د بریتانیا چاپ انډیپنډنټ ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د مرستیالې امینې محمد تازه څرګندونو اشاره کړی چې ویلي دي، د دې سازمان سرمنشي به په نږدې راتلونکې کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو د شونتیا په اړه د نړۍ له استازو سره خبرې وکړي.

په مطلب کې راغلي، د امینې له څرګندونو وړاندې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې ممکن په مې میاشت کې له افغانستان څخه ووځي.

وروسته له هغې چې طالبانو د ملګرو ملتونو سیمه ییزې ښځینه کارکوونکې له کار کولو راوګرځولې، دې سازمان خپلو ټولو ۳۳۰۰ کارکوونکو ته چې له ډلې يې ۶۰۰ تنه ښځې دي امر وکړ چې د اعتراض په توګه دې په کورونو کېني او دفترونو ته دې نه ورځي.

خو د ورځپاڼې په ټکو، مېرمن محمد ویلي، طالبان په جدیت سره د رسمیت پېژندلو غوښتونکی دي او کولی شو چې له دې غوښتنې څخه پر هغوی د فشار د یوې وسیله په توګه کار واخلو.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مشر اخیم شټاینر بیا ویلي، دا سازمان د یوې سختې پرېکړې سره مخ دی، خو هغه زیاته کړې کله چې افغانستان د نړیوالې ټولنې له حضوره پرته تصور کړي د هغو میلیونو نجونو او هلکانو او هغه میندو او پلرونو انځور یې د سترګو پر وړاندې ظاهرېږي چې د خوړو لپاره هېڅ نه لري.

ټایم مجله:

ټایم مجلې هم د ښاغلي شټاینر د خبرو په حواله ویلي چې طالبانو په ځینو برخو کې ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړې ده.

خو د ملګرو ملتونو د یوه راپور پر بنسټ چې په همدې اونۍ کې خپور شوی دی په کې راغلي چې د افغانستان د مخ پر ځوړ اقتصاد په رغولو کې ښځې مهمه ونډه لري.

د ټایم مجلې د مطالب په یوه بله برخه کې وايي، واک ته د طالبانو بېرته ستنېدل د اقتصادي ودې ځینې نښې له ځان سره لري چې له ډلې د صادراتو زیاتېدو، د افغانیو د ارزښت ساتلو او د اقتصادي تورم کمېدو ته په کې اشاره شوې ده.

خو د مجلې په ټکو، د سړي سر عاید راکم شوي چې په ۲۰۲۲ کال کې ۳۵۹ ډالرو ته او تر ۲۰۲۴ کال پورې به ۳۴۵ ډالرو ته راکم شي.

مجله وړاندې وايي، یو څه هیله مندې شته چې طالبان یو شمېر محدودو ښځو ته په ځینو برخو کې له هغې ډلې د روغتیا او کوچنیو سوادګریو برخه کې د ځینو شرطونو په پلي کولو سره اجازه ورکړې ده.

د مجلې په ټکو طالبانو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د رسولو مخه نه ده نیولې، خو د پرله پسې فرمانو په صادرولو سره يې د دې مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی دی.

مجله زیاتوي، طالبانو ژمنه کړې وه چې معتدل دریځ به نیسي او هغه کړنو ته به نه ورګرځي چې په خپله تیره دوره کې یې ترسره کړي دي، خو وړاندې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له ستنېدو وروسته يې پر افغانانو په ځانګړې توګه نجونو ښځو پرله پسې محدویتونه ولګول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG