د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

بلېنکن: د افغانستان د وضعيت په اړه ملګروملتونو سره له نږدې کار کوو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکن او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش په یوه خبري ناسته کې چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته په واشنګټن کې جوړه شوې وه ویلي، دوی د افغانستان د وضعیت په اړه له نږدې کار کوي.

دا موضوع په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د دغه هېواد په اړه د نړۍ د هېوادونو له استازو سره د ملګرو ملتونو غونډې ته یوازې دوه ورځې پاتې دي.

ټاکل شوې چې دغه غونډه د می میاشتې په لومړیو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د تړلو دروازو تر شا جوړه شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په خپله ناسته کې وويل، يو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه خپلې اندېښنې له دوى سره شريکې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه: "ډېری هېوادونه، د طالبانو له دغو اقداماتو څخه چې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي او په نتیجه کې یې ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت رامنځته شوی اندېښمن دي. بیا هم وایم چې ملګري ملتونه په دې برخه کې د رهبرۍ رول لري."

ښاغلي بلېنکن له افغانستان سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې له ملګرو ملتونو سره او په ټوله نړۍ کې د هغه د اهدافو لپاره به په ګډه کار کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش وروسته له هغې چې طالبانو د دې سازمان ښځینه کارکونکې له کار کولو منع کړې، په دوحه کې د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو د استازو په حضور کې د دې ستونزې د حل په اړه د یوې غونډې د کوربه‌توب اعلان وکړ.

د طالبانو له‌خوا د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته، دوی خپلو کارکوونکو ته وویل، د می تر ۱۵مې دې خپلو دفترونو ته نه راځي.

د دې غونډې هدف طالبانو ته د یو متحد پیغام رسول او په افغانستان کې شته ستونزو ته رسېدنه ده.

خو د ښاغلي ګوتېرش ویاند سټیفن دوجاریک مخکې ویلي وو، د دې غونډې هدف طالبانو ته د یو متحد پیغام رسول او په افغانستان کې شته ستونزو ته رسېدنه ده.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې په‌کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو بندیزونه غندل شوي او له هغوی یې غوښتي چې خپل ځپونکي اقدامات پای ته ورسوي.

خو ظاهراً د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سیاستونو د غندلو په موخه، د دغه پرېکړه‌لیک تصویب، ملګرو ملتونو سرمنشي ته د یوې هیلې په څېر دی، چې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو ترمنځ یوه اجماع جوړه شي.

په ورته وخت کې د دوحې غونډې په درشل کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر مرستیال، مارکس پوتزل د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره وکتل.

مارکوس پوتزل
مارکوس پوتزل

د طالبانو راپورونو له مخې، په دې غونډه کې ښاغلي پوتزل د دوحې غونډې په اړه توضیحات ورکړي او ویلې یې دي، چې په دې غونډه کې به په امنیتي مسایلو، بشري حقونو او د افغانستان په اړه په نورو مسایلو خبرې وشي.

ومو غوښتل چې د دې ناستې په اړه له طالبانو هم وپوښتو، خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې، زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د دوحې غونډې ته د بېلابېلو هېوادونو استازي بلل شوي، خو دا لا څرګنده نه‌ده چې طالبان به په دې غونډه کې ګډون وکړي او که نه.

دغه شان په دې اړه هم انتقادونه موجود دي، چې یادې غونډې ته د ښځو استازې نه‌دي بلل شوي.

خو د ملګرو ملتونو سازمان تر اوسه په اړه څه نه‌دي ویلي.

د روان کال د اپرېل پر ۱۶مه د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو په ټولو دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، که څه هم ملګرو ملتونو او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو دغه بندیز وغانده او طالبانو ته یې خبرداری ورکړ چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي، خو دوی تر اوسه خپله تصمیم نه‌دی بدل کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG