د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

اروپايي ټولنه: د طالبانو حکومت تر اوسه د رسميت پېژندنې شرطونه نه‌دي پوره کړي


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار ټینګار کړی چې د رسمیت پېژندنې شرطونه یې پوره کړي، خو د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نېکلاسن وایي، دا شرطونه نه‌دي پوره.

نېکلاسن دوحې او کابل ته له سفر وروسته د افغانستان یوه خصوصي تلوېزیون شمشاد سره مرکه کې ویلي، طالبان لا بشپړ د دې جوګه نه‌دي چې نورو هېوادونو ته د ترهګریزو ګواښونو د پېښېدو مخه ونیسي.

د هغه په خبره د دوحې د وروستۍ غونډې ګډونوالو هم په اوس وخت کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې وړاندیز ونه‌کړ.

د نېکلاسن په خبره، د دوحې د غونډې ګډونوالو ویل چې دوی لا هم د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه لري او په خبره یې طالبانو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي، د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې یې له کاره راګرځولي او دولت یې هم د ده په ټکو ټولشموله نه‌دی.

د افغانستان په اړه د دوحې غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په کوربه‌توب د می میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه د بندو دروازو تر شا ترسره شوه.

دې غونډه کې د شاوخوا پنځه ویشتو هېوادونو او سازمانونو استازو برخه اخیستې وه.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نېکلاسن د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د لیدنې پرمهال. نېکلاس د له طالب مشرانو سره وخت ناوخته پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړي دي. 9.5.2022
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نېکلاسن د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د لیدنې پرمهال. نېکلاس د له طالب مشرانو سره وخت ناوخته پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړي دي. 9.5.2022

ټوماس نېکلاسن وایي، که څه هم د غونډې ګډونوالو د طالبانو رسمیت پېژندل د اوس لپاره مناسب نه باله، خو په خبره یې د ډېرو ټینګار دا و چې د افغانستان له اوسنیو حاکمانو سره دې تعامل وشي.

نېکلاسن په خپلې دې مرکه کې ویلي، د طالبانو د نړیوالې رسمیت پېژندنې لپاره اړینه ده چې دغه حکومت لومړی په کور دننه مشروعیت ترلاسه کړي.

پخوا تر دې د حقوقي چارو یو شمېر کتونکو او سیاستوالو هم ټینګار کړی چې طالبان اوس مهال د افغانستان حاکمان دي، خو باید د کورني مشروعیت لپاره ټاکنې یا لږ تر لږه لویه جرګه جوړه کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي بیا پرون چهارشنبه په کابل کې یوې غونډې ته وویل، د سیمې له هېوادونو سره یې سیاسي تعامل ښه دی او له نړیوالو یې هم وغوښتل چې همداسې تعامل ورسره وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

ښاغلي متقي چې د اسلام‌اباد د څلور ورځني سفر د لاسته راوړنو په اړه یې خبرې کولې وویل، پر دوی او حکومت یې د نړیوالو له‌خوا فشار راوړل، د مسئلې له حل سره مرسته نه‌کوي.

د طالبانو د حکومت دا دی نږدې ۲۱ میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ یوه هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG