د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

د ملګروملتونو غونډه؛ طالبان به په رسميت وپېژندل شي؟، ګڼ شمېر غبرګونونه ورته ښودل شوي


د ملګروملتونو بيرغ
د ملګروملتونو بيرغ

وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امينې محمد وړمه ورځ په نږدې ورځو کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې د جوړولو اعلان وکړ او ویې‌ویل چې په دې غونډه کې به د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو د شرایطو په اړه هم بحثونه وشي په دې اړه غبرګونونه مخ په ډېرېدو دي.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو دا پرېکړه ستایلې، خو ګڼو نورو اړخونو، سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو غندلې ده.

د افغانستان اوسنی غیر نورمال حالت باید نورمال ونه‌ښودل شي.

په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازولي وايي، د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي باید د دغه سازمان منشور چې په تېرو ۷۵ کلونو کې تطبیق او د یو سند په توګه منل شوی په مسؤلانه ډول وساتي.

يادې استازولۍ په یو بیان کې چې په ټویټر یې خپور کړی راغلي، د افغانستان تاریخ د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ له ۱۵مې نه‌دی پیل شوی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان اوسنی غیر نورمال حالت باید نورمال ونه‌ښودل شي.

په بیان کې د ملګرو ملتونو په سازمان غږ شوی چې افغانان او نړۍ دوی څاري.

د طالبانو پر ضد جنګېدونکې وسله‌والې د ملي مقاومت جبهې د دغه ناستې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دوی په خبره د "یوې ترهګرې او جنایتکارې ډلې" په رسمیت پېژندل د افغانانو سپکاوی او خیانت دی.

د افغان مېرمنو یو شمېر خوځښتونو او د بشري حقونو بېلابېلو فعالانو هم د دغه غونډې په اړه اندېښنه ښودلې او دا یې د افغان مېرمنو سره جفا بللې ده.

د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ په نوم یو خوځښت په خپله اعلامیه کې د ملګرو ملتونو دا پرېکړه د بشري حقونو خلاف بللې ده.

د افغانستان د معترضو مېرمنو ائتلاف ویلي چې، ملګرو ملتونو داسې مهال د غونډې تابیا کړې چې طالبانو په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید ته مخه کړې او له ټولنې یې د ښځو د بشپړ حذفولو لپاره تر اوسه ۴۰ رسمي او غیر رسمي حکمونه ورکړي دي.

د افغانستان د ځواکمنو مېرمنو خوځښت ملګرو ملتونو ته په یوه اعتراضیه لیک کې لیکلي، په افغانستان کې د طالبانو سخت دریځه کړنې له پامه غورځول او له دوی سره د هېوادونو زغم د افسوس او اندېښنې وړ ده.

يو شمېر معترضې مېرمنې، ارشيف
يو شمېر معترضې مېرمنې، ارشيف

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل بیا د طالبانو په رسمیټ پېژندل له افغانانو سره خیانت بللی او په خپل ټویټر یې لیکلي، هر ډول پېژندنه باید د طالبانو له لوري د بشر د بنسټیزو حقونو له درناوي سره وتړل شي.

"اسلامي امارت غواړي چې د رسمیت پېژندلو پروسه هر څه ژر طی شي
مجاهد

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا پرېکړه ستایلې او ویلي دي هر څومره ژر چې د رسمیت پېژندلو پروسه بشپړېږي له امله‌یې ستونزې حل کېږي.

ښاغلي مجاهد که څه هم دا ونه‌ویل چې ایا په دې ناسته کې طالب چارواکو ته هم بلنه ورکړل شوې ده او کنه، خو ازادي راډیو ته‌یې زیاته کړه: "اسلامي امارت غواړي چې د رسمیت پېژندلو پروسه هر څه ژر طی شي، په دې سره هېوادونه سره نږدې کېږي، باور رامنځته کېږي او ستونزې حل پیدا کوي، بل دا ده چې د افغانستان د خلکو حق ورکول کېږي، نو موږ غوښتنه کوو چې هر څه ژر دا چاره ترسره شي، اسلامي امارت ټولو هغه تعهداتو ته چې د هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو لپاره اړین دي ژمنتیا لري."

دی وایي د طالبانو حکومت د هېوادونو ترمنځ نږدې‌والی د ټولو ستونزو حل لار بولي چې ټولو اړخونو ته‌یې ګټله رسېږي.

ذبيح‌الله مجاهد
ذبيح‌الله مجاهد

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وايي، د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنه د دغه سازمان د غړو هېوادونو صلاحیت دی.

نوموړي چهارشنبه ناوخته خبریالانو ته وویل: "د رسمیت پېژندنې د موضوع په اړه باید ووایم چې دا په ښکاره توګه د غړو هېوادونو په لاس کې دي، دا یو حقیقت دی، د ملګرو ملتونو منشور هم همدا خبره کوي او دې کې د پوښتنې هېڅ ځای نه‌شته، هغې (امینې محمد) داسې څه نه‌دي ویلي چې د سازمان له غړو پرته بل څوک د رسمیت پېژندنې صلاحیت لري."

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امينې محمد د سه‌شنبې په ورځ د امریکا په پرنستون پوهنتون کې د افغانستان په اړه د یوې ځانګړې غونډې د جوړېدو خبرو ورکړ چې، د هغې په خبره د طالبانو د رسمیت پېژندنې د شرایطو په اړه هم په‌کې بحثونه کېږي.

اغلې محمد ویلي و نه‌پوهېږي چې طالبان به په رسمیت وپېژندل شي او که نه، خو په وینا یې په دې اړه بحثونه باید پيل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG