د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

لا داسې کومه نښه نه ښکاري چې د طالبانو حکومت دې ژر په رسمیت وپېژندل شي


طالب ویاند ذبیح الله مجاهد او نور طالبان
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد او نور طالبان

د کابل له نیولو شل ورځې وروسته طالبان د خپل حکومت اعلانولو ته نژدې شوي دي، خو د نړۍ د مشرانو څرګندونو ته په کتو داسې ښکاري چې د افغانستان د رسمي حکومت په توګه د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو ته لا اوږد وخت پاتې دی.

د نړۍ اکثره هېوادونه غواړي انتظار وکړي چې ایا د طالبانو خبرې د هغوی د عمل مطابق دي او همدا راز د شل کاله پخوا پرتله یې دریځونه څومره نرم شوي دي؟

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون پنجشنبه وویل چې نوی حکومت به په څو ورځو کې اعلان شي، خو د طالبانو یوه چارواکي احمدالله وثیق په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي و چې په ارګ کې د نوي حکومت د مراسمو لپاره تیاری نیول کېږي.

مخکې د ځینو طالب سرچینو په قول رسنیو ویلي و چې طالبان به خپل حکومت د جمعې په ورځ اعلان کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې نوی حکومت به په څو ورځو کې اعلان شي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې نوی حکومت به په څو ورځو کې اعلان شي

خو ذبیح الله مجاهد تېره شپه دا خبره رد کړه چې ګنې نن جمعه نوی حکومت اعلانېږي: "دا اوازه سمه ده، ژر به اعلان شي خو دا اوازه سمه نه ده چې سبا جمعه اعلانیږي."

له افغانستان سره نړیوالې مرستې تر ډېره د نوي حکومت له مشروعیت سره تړلي دي.

په اوس وخت کې چې افغانستان وچکالۍ او جګړې ځپلی اقتصاد یې ډېر کمزوری شوی دی.

پرون د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب په دوحه کې وویل، په لنډ راتلونکي کې به طالبان په رسمیت ونه پېژني.

خو فکر کوي چې له طالبانو سره د ډیالوړګ او تعامل ځای شته، څو د دوی ارادې وازموي او دا یقیني کړي چې طالبان خپلې ژمنې عملي کوي.

ده په عین حال کې ټینګار وکړ چې له طالبانو سره په تعامل کې د دې ډلې رسمیت پېژندنه نه شاملېږي او د طالبانو په اړه قضاوت به د هغوی د وینا او عمل پر اساس کېږي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، لا وختي دی چې نړیوال د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویکتوریا نولانډ ویلي، طالبان باید لومړی د امنیت شورا د دوشنبې د ورځې په معیارونو ځان برابر کړي.

امریکا، بریتانیا او یو شمېر نورو هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه په مؤقتي ډول بند کړي دي.

XS
SM
MD
LG