د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

طالبان نړۍ ته: که غواړئ له افغانستانه ونه ګواښل شئ حکومت مو په رسمیت وپېژنئ


یو تن وسله وال طالب
یو تن وسله وال طالب

طالبان په ټینګار سره وایي، که نړۍ غواړي چې له افغانستانه ورته ګواښ پېښ نه شي دوی دې د مسوول حکومت په توګه په رسمیت وپېژني.

ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غوندې ته وویل، که نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه غواړي چې له افغانستان ورته امنیتي ګواښ پېښ نه شي دوی دې د یو "مسوول حکومت" په توګه په رسمیت وپېژني.

مجاهد زیاته کړه: "اخر به دوی مجبور شي چې افغانستان په رسمیت وپېژني ځکه د افغانستان په رسمیت پېژندنه دوه اړخیزه اړتیا ده. یوازې افغانستان رسمیت پېژندلو ته اړتیا نه لري، هېوادونه هم دې ته اړ دي چې موږ باید په رسمیت وپېژني، ځکه که هغوی له موږ د امنیت د خوندیتوب غوښتنه کوي او ورته له دې ځایه ګواښ متوجه نه وي او نور مسایل باید موږ د یو مسوول جهت په توګه په رسمیت وپېژني، بیا به موږ خپله دنده او د هغوی پر وړاندې مکلفیتونه پر ځای کړو."

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد

د ښاغلي مجاهد په خبره د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له لوري د رسمیت پېژندلو لپاره دوی ته څلور اساسي شرایط اېښودل شوي چې هغه د ټولې خاورې واکمني، حاکم نظام، له افغانستانه نورو هېوادونو ته د ګواښ نه شتون، خلکو ته د سم ژوند امکان برابرول دي چې په خبرو یې د دې شرایطو پوره کولو لپاره یې چمتووالی شته.

خو نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان چارواکو وړاندې ټینګار کړی چې طالبان باید د نړیوالو له خوا د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره، د ټول ګډونه حکومت جوړولو، ترهګرۍ سره مبارزه او د بشر په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو حقونو ته د درناوي شرطونه پوره کړي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو له خوا د دې شرطونو نه پوره کول او د نړیوالو له خوا دوی د حکومت په رسمیت نه پېژندل، د مرستو درېدل او د پیسو کنګل کېدل دغه هېواد له اقتصادي ناورین سره مخ کړی دی.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د خلکو د ناسم اقتصادي وضعیت، د دوی د بې وزلۍ او خوړو ته د نه لاسرسي په اړه په وار-وار جدي اندېښنې مطرح کړي دي.

خو ښاغلی مجاهد دا هم وویل، دوی هڅه کوي چې بېلابېلو ادارو سره په همغږۍ ژر تر ژره بشري او لومړنۍ مرستې تر خلکو ورسوي.

د نوموړي په خبره ټولو هېوادوالو په اړه د دوی د حکومت ستونزې ور معلومې دي او هڅه کېږي چې د وخت په تېرېدو د دې ټولو ستونزو لپاره د حل لارې ولټول شي.

ذبیح الله مجاهد له هغو هېوادونو چې له افغانستان سره یې د مرستو اعلان کړی، وغوښتل چې د خلکو د اقتصادي او بشري ستونزو د حل لپاره په خپلو ژمنو عمل وکړي.

XS
SM
MD
LG