د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

په اسلام اباد کې د چین، پاکستان او طالبانو حکومت ګډه ناسته کېږي


د چین د بهرنیو چارو زویر کین ګانګ
د چین د بهرنیو چارو زویر کین ګانګ

سوټ چاینا مارنینګ پوسټ:

سوټ چاینا مارنینګ پوسټ ورځپانه په خپل یو سرلیک کې د چین، پاکستان او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیرانو ګډې ناستې په اړه لیکي، د چین د بهرنیو چارو زویر کین ګانګ له داسې یوې اجنډا سره چې افغانستان يې د سر موضوع ده پاکستان ته روان دی.

دغه ورځپانه چې له هانګ کانګ څخه خپرېږي لیکي، د چین د بهرنیو چارو وزیر به په یوې درې اړخیزې ناسته کې د طالبانو له استازي او د پاکستان حکومت له لوړپورو چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

ورځپانه وړاندې وايي، چین هیله‌من دی چې له دې ناستې په ګټه له خپلو ستراتیژیک شریکانو سره اړیکې له پخوا ډېرې پیاوړې کړي.

د ورځپانې په ټکو، کین ګانګ به د جمعې په ورځ پاکستان ته ورسېږي.

هغه به د دې هېواد له صدراعظم شهباز شریف او د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او په درې اړخیز ناسته کې به د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره هم خبرې وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د کین ګانګ د سفر په درشل کې د پنجشنبې په ورځ وویل، نړیواله ټولنه دې د طالبانو حکومت سره د تعامل او خبرو اترو پروسه چټکه او په دې هېواد کې دې د بیارغونې او پرمختګ څخه ملاتړ وکړي.

د دې وزارت په ټکو، نړیواله ټولنه دې طالبان د یوه منځلاري او ټولشموله حکومت، ګاونډویو هېوادونو سره د ښو اړیکو رامنځته کېدو او د ترهګرۍ سره د جدي مبارزې لپاره تشویق کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نړیوالو تحریمونو په لېست کې دی او تمه ده چې د دې سازمان په اجازه پاکستان ته سفر وکړي.

انډپېنډنټ​:

بل خوا د بریتانیا چاپ انډپېنډنټ ورځپاڼه لیکي، هغه پنځه ماشومان چې پلار يې په افغانستان کې د موټر بمب په چادونه کې وژل شوی په افغانستان کې بند پاتې دي.

د ورځپانې په ټکو دا ماشومان له خپلې مور سره په افغانستان کې اوسېږي.

د دې ماشومان پلار چې دوه تابعته برتانوی ـ افغان و، واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته يې هڅه کړې وه هغوی له افغانستان څخه وباسي.

خو اوس د دې وژل شویو کس ورور وايي، هغه ته ویل شوي که غواړي چې بریتانیا ته ولاړ شي، خپل ماشومان او مېرمن دې په افغانستان کې پرېږدي او یوازې دې د تخلیې په پروسه کې ځان وباسي.

راپور کې ددې کس نوم نه‌دی یاد شوی، خو زیاته شوې چې دې افغان ټبري برتانوي نه غوښتل خپله کورنۍ یوازې افغانستان کې پرېږدي نو ورسره پاتې شو چې څو میاشتې وروسته په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.

خو د هغه ورور چې په لندن کې ژوند کوي وايي، د بریتانیا حکومت د ده د ورور کورنۍ د انتقال لپاره هېڅ اقدام ونه‌کړ.

هغه د بریتانیا له حکومت غواړي د ورور ماشومان او مېرمن يې چې د ورځپاڼې په ټکو په تېرو اتلسو میاشتو کې یې د طالبانو تر حاکمیت لاندې په ویره کې ژوند کړی دی بریتانيا ته انتقال کړي.

ورځپانې زیاته کړې، د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وروسته له هغې چې د دوی ورځپانې دا موضوع رسنیزه کړه، د وژل شوي کس له ورور سره اړیکه نیولې او ورته يې ویلي چې، د ورور د کورنۍ لپاره د ویزې غوښتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG