د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

امريکا او ځینو هېوادونو د افغانستان د بشر حقونو پر وضعیت اندېښنه وښوده


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون انځور

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا او یو شمېر نور هېوادونه په افغانستان کې د بشري حقونو، د ښځو او د نجونو د حقونو د خرابېدو په اړه اندېښنه لري.

د کابل د ځوانانو د پارلمان پخوانۍ غړې سمیعه قادري د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر کړنو نیوکه کوي.

هغه وایي، د دوحې د ناستې په اړه څنګه چې د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه ښځو تمه او نظر درلوده؛ د هغوی غوښتنې او ګټې په پام کې ونه نیول شوې.

نوموړې وايي: "تل زموږ ټولو نړیوالو سازمانونو ته هیله وه، خو له بده مرغه چې نړیوالې ټولنې وروسته له ډېرو وختو خپل غږ جګ کړ، خو د افغانستان په استازولۍ هيچا هم ګډون نه درلود، هیڅوک نه وو چې د افغانستان و اوسي او دا غونډه یې د بندو دروازو شاته وه او د استازو د کډون پرته وشوه."

د ښځو د حقونو یو بله فعاله مینه رفیق هم وایي، هغه تمې چې دوی د دوحې له غونډې درلودې، پوره نه‌شوې.

اغلې مینه د افغانستان په اړه په ورته په بې پایلو غونډو نیوکه کوي.

نوموړې وايي: "موږ له دې ټولو غونډو ستړې شوې یو، ځکه ټولې ناستې ډېرې غیرعادلانه دي، بې له دې چې د افغانستان خلکو ته لږ زره احترام هم ولري، د میلیونو کسانو په اړه دوی کښېني، تصمیم نیسي، بې له دې چې د افغانستان خلک هلته حضور ولري."

افغان مېرمنې په داسې حال کې د دوحې او په ورته نورو نړیوالو غونډو نیوکه کوي چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا او یو شمېر نور هېوادونه په افغانستان کې د بشري حقونو، د ښځو او د نجونو د حقونو د خرابېدو په اړه اندېښنه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو د ویاند مرستیال ودانت پاټل په یوه مطبوعاتي ناستې کې وویل، نجونې له زده‌کړو او اقتصاد څخه محرمول به د افغانستان راتلونکی لا ډېر له ستونزو سره مخ کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د ویاند مرستیال ودانت پاټل
د امریکا د بهرنیو چارو د ویاند مرستیال ودانت پاټل

هغه زیاته کړه: "د دوحې په ناسته کې د بېلابېلو هېوادونو استازو د ترهګرو سازمانونو د شتون، د یوه ټولشموله حکومت د نشتوالي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې. ځکه په افغانستان کې پنځوس سلنه خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او له زده‌کړو بې برخې دي او دې محرومیتونو د دغه هېواد راتلونکی له ستونزو سره مخ کړی دی. دا ټول هغه مسایل دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او نور مهم مسوولان یې په اړه کار کوي."

پاټل زیاته کړه دا ټول هغه ټکي دي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت او نور مسوول چارواکي ورباندې کار کوي.

د دوحې غونډه د تړلو دروازو تر شا د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په کوربه‌توب په قطر کې د ۲۳ هېوادونو او د نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په دوحه کې د افغانستان په اړه د جوړې شوې دوه ورځنۍ غونډې وروسته خبریالانو سره د خبرو پر مهال. 02.05.2023
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په دوحه کې د افغانستان په اړه د جوړې شوې دوه ورځنۍ غونډې وروسته خبریالانو سره د خبرو پر مهال. 02.05.2023

په لومړي سر کې د دې غونډې په اړه نیوکې او غبرګونونه زیات وو.

داسې انګېرل کېدل چې په دې غونډه کې ښايي د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه هم بحثونه وشي، هماغسې چې د ملګروملتونو د سرمنشي مرسیتالې امینې محمد یې په اړه ویلي وو، خو وروسته د ملګروملتونو عمومي منشي رسنیو ته وویل، دا غونډه د یوې ګډې نړیوالې تګلارې د رامنځته کولو په اړه وه، نه د طالب د پېژندلو په اړه.

دې غونډه کې د طالبانو حکومت ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین د دوشنبې په ورځ دې مسئلې ته غبرګون وښود او ویې ویل: "یو اړخیزې پرېکړې نه‌شي عملي کېدلی."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا هم وویل چې په سم وخت کې به د طالبانو سره وویني او د ده په خبره اوس د افغانستان خلک او د هغوی اړتیاوې ملګرو ملتونو ته لومړیتوب لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG