د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

خلیلزاد په افغانستان کې د ترهګرۍ په تړاو د واشنګټن پوسټ وروستی راپور غیرموجه وباله


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د ترهګرۍ په ځاله د افغانستان د بدلېدو په باب د واشنګټن پوسټ هغه راپور چې د امریکا د دفاع وزارت د یوه افشا شوي سند پر اساس خپور شوی و، غیرموجه وباله.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هغه راپور غیرموجه وباله چې د امریکا د دفاع وزارت د یوه افشا شوي سند له مخې په کې ویل شوي وو، افغانستان بیا د تروریزم په ځاله په بدلېدو دی.

خلیلزاد پرون په خپل رسمي ټویټر کې ادعا کړې چې په افغانستان کې القاعده شبکه کمه شوې او تر بل هر وخت کمزورې شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد هم ویلي: "د امریکا د دفاع وزارت په افشا شویو اسنادو کې چې کومه ادعا شوې ناسمه ده، موږ یې ردوو."

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد

زلمي خلیلزاد د داعش ډلې د خراسان څانګې په وړاندې د طالبانو پوځي عملیات ستایلي او وايي، دا چې طالبان به دغه ډله له منځه وړلی شي که نه، دا به وکتل شي.

داعش ډلې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ګڼو پېچلو بریدونو مسوولیت منلی دی.

طالبان وخت ناوخت په خپلو ځینو عملیاتو کې د داعش د خراسان څانګې د غړو د نیولو، وژلو او ټپي کولو ادعا کوي، خو دا ګرانه ده، چې معلومه شي چې دا کسان واقعاً د داعش ډلې غړي وو که څنګه.

هغه پرون لیکلي، له تاجکستان هم ځینې افراطي وسله وال افغانستان ته تللي او له داعش سره یوځای شوي.

خلیلزاد د تاجکستان تر څنګ له پاکستان او ایرانه هم غوښتنه کړې، چې افغانستان د داعش وسله والو د ورتګ د مخنیوي لپاره خپله ونډه ترسره کړي.

خلیلزاد وايي، د تېرو دوو کلونو تجربه تر هغه څه چې ډېرو یې اټکل کړی و، بهتره ده، ځکه د ده په خبره امریکا ته ځاني زیان نه دی اوښتی او هغه ۴۰ میلیارد ډالره سپمول شوي، چې امریکا پخوا افغانستان کې مصرفول.

خلیلزاد دا هم لیکلي: "موږ باید طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې د دوی ژمنو ته مسوول وګڼو. موږ باید له افغانستان څخه د ترهګریز ګواښ د پراختیا د څارنې او د ځان د ساتنې او دفاع وړتیا په ساتلو سره محتاط واوسو."

خلیلزاد چې له طالبانو سره د مذاکرو او د دوحې تړون په لاسلیک کې عمده رول درلود، وخت ناوخت په دې تورن کېږي، چې د طالبانو ډېره پلوي کوي.

د دوحې تړون د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه، د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال لاسلیک شو، چې زلمی خلیلزاد هغه وخت د افغانستان د سولې لپاره د هغه ځانګړی استازی و.

د خلیلزاد مخالفان له ده غواړي چې په افغانستان کې دې د ښځو، نجونو او بشري حقونو پر وضعیت خپل غږ اوچت کړي، چې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته په خرابېدو دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG