د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

سویس پر طالبانو د مالي بندیزونو اړوند ۱۳ فرمانونه تعدیلوي


د سويس بيرغ
د سويس بيرغ

د سويس له لوري پر طالبانو د مالي بنديزونو اړوند فرمانونو تعديلول.

امیر داد چې له خپلې اته نفري کورنۍ سره په پلازمېنه کابل کې ژوند کوي وایي، بې روزګارۍ او بې‌وزلۍ یې اقتصادي وضعیت خراب کړی چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

امیر داد له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغانستان سره دوامداره مرستې وکړي.

نوموړی وايي: "موږ نړیوالو مرستو ته اړتیا لرو، یوازې موږ خپله نه یو، موږ شکر د خدای اته کسه یو، عاید مو ډېر کم دی، زموږ ورځني لګښت نه کېږي، ډېر ضعیف دی، خو ادعا لرو چې نړیوالې مرستې موږ ته ورسیږي."

نادر د پلازمېنې بل اوسېدونکی هم وایي چې، د نړیوالې ټولنې د مرستو پرته د اړمنو کورنیو د اړتیاو پوره کول ستونزمن دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "هيڅکله خپلې مرستې مه بندوئ، ځکه خلک ډېر په سخت وضیعت کې دي، هم بې‌کاري ده او هم قیمتي، خلک کاروبار نه‌لري، خلک په یو بد وضیعت کې ژوند کوي."

يو شمېر بې‌وزله مېرمنې، انځور - ارشيف
يو شمېر بې‌وزله مېرمنې، انځور - ارشيف

دا په داسې حال کې ده چې د سویس فدرال شورا تازه ویلي دي، د طالبانو اړوند ۱۳ مالي بندیزونه به تعدیلوي.

یادې شورا د اپریل په ۲۶مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د ملګروملتونو د بشر دوستانه معافیت له مخې یې دا اقدام کړی دی.

د دغه فرمانونو له تعدیل وروسته به مرسته رسوونکو ته اجازه ورکړل شي چې، د طالبانو تر کنټرول لاندې د دفترونه، شرکتونه او اداراتوسره سوداګریزې اړیکې ولري او هغوی ته بشري مرستې، پيسې او توکي انتقال کړي.

د سویس شورا وایي، تعدیل شوي فرمانونه به د روان کال د جون له لومړۍ نېټې عملي کړي.

فقر او بې‌وزلي به د افغانستان خلک خرابۍ ته بوځي."

پخوانی ډیپلومات او حقوقي سلاکار عزیز معارج وايي، دا ډول پرېکړې کولای شي د اړمنو کسانو د وضیعت په ښه کېدو کې موثر رول ولري.

نوموړی وايي: "د ملګري ملتونو د منشي انتونیو ګوتېرش نړۍ ته اعلان چې یې ویلي و، هغه ژمنې مو چې د مرستو لپاره د افغانستان له خلکو سره کړې وې هغه ته ژمن و اوسئ او د هغوی له ډلې د سویس هېواد تازه اقدام چې د افغانستان د خلکو سره به مرستې کوي، په دغه شرایطو کې نه یوازې مرستې مهمې او موثرې دي، بلکې دنورو هېوادو د هڅونې باعث هم ګرځي چې د افغانستان د خلکو سره مرسته وکړي، ګنې فقر او بې‌وزلي به د افغانستان خلک خرابۍ ته بوځي."

يو شمېر طالب چارواکي
يو شمېر طالب چارواکي

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو پر حکومت او یو شمېر طالب چارواکو لا هم د ملګرو ملتونو او د نړۍ د ځینو هېوادونو اقتصادي او سفري بندیزونه شته.

طالبان چې د افغانستان د حکومت د سرپرستۍ ادعا کوي، تر اوسه په پر له‌پسې توګه د نیوکو لاندې دي او لا نه‌دي توانېدلي چې د مشروعیت د تر لاسه کول لپاره نړیوال معیارونه بشپړ کړي.

په افغانستان کې ۲۸میلیون کسان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

خو د افغانستان د اړمنو کسانو سخت بشري وضیعت ته په کتو د سویس فدرال شورا تصمیم نیولې چې د د طالبان اړوند ۱۳ مالي فرمانونه به تعدیلوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر اوچا ویلي، په افغانستان کې ۲۸میلیون کسان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

تر دې وړاندې د کاناډا هېواد هم اعلان کړی و چې، د دغه هېواد په جزايي قانون کې به تغیر راوالي، څو مرستندویو موسسو ته اجازه ورکړل شي چې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.

خو پنځه ورځې وروسته د کاناډا د امنیت وزیر وویل، دغه هېواد به د افغانستان په څېر یو هېواد ته چېرته چې د دوی په باور ترهګر واک ته رسېدلي معافیت ورنه‌کړي.

کاناډایي بشر دوستانه ډلو له هغه وروسته وویل، د کاناډا نړیوالو چارو ادارې دوی ته خبرداری ورکړی چې، محلي کارکوونکو استخدام په افغانستان کې طالبانو ته مالیه ورکولو په بدل کې دی او دا پخپله د یوې ترهګرې ډلې سره مرسته کول دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG