د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

رسنۍ: د طالبانو فرمانونو د بشر حقونو د سازمانونو پر فعالیتونو اغېز کړی


د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروزاې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروزاې وتړلې.

ريليف وېب انلاين خپرونه:

د ملګرو ملتونو اړوند ریلیف وېب انلاین خپرونه لیکي، د طالبانو د حکومت فرمانونو او سیاستونو په افغانستان کې د بشري حقونو پر ملاتړ کوونکو او د بشر حقونو د سازمانونو پر فعالیتونو اغېز کړی دی.

د خپرونې په ټکو، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د طالبانو سرپرست حکومت څو داسې فرمانونه صادر کړي چې د بشر حقونه محدودي.

دې فرمانونو پر ښځو د زده‌کړو، کار، اجباري حجاب، سفر او تفریح په برخو کې محدودیتونه وضعه کړي دي.

د مطلب په بله برخه کې راغلي، د طالبانو ځیني داسې نورې تګلارې د مثال په ډول د ښځو لپاره د واده حق، د کونډو ښځو حقونه او له محکمې مخکې د شکنجې مخنیوي او تر محکمې مخکې د نیولو اصول د خپرونې په ټکو یو څه مثبت بدلونونه دي.

د مطلب په بله برخه کې بیا راغلي، د طالبانو سیاستونو د افغانانو ورځنی ژوند، د بشري مرستو د رسولو لپاره د فعالیتونو فضا او د مرستو د تنظیم چارې اغېزمنې کړې دي چې د نړیوالو انتقادونه يې راپارولي دي.

خپرونې، د ملګرو ملتونو په دفترونو او په دولتي او نادولتي بهرنیو او کورنیو خیریه موسسو کې د افغان مېرمنو پر کار بندیز او همدارنګه له شپږم ټولګيو پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ته په اشارې لیکلي، دا ډول اقدامات به د افغانستان د ځوان نسل پر راتلونکې هم اغېز وکړي.

ځکه چې د خپرونې په ټکو، هغه څوک چې زده‌کړې ونه‌کړي، نه‌شي کولی چې په راتلونکي کې کار وکړي او په ځانګړې توګه یو شمېر هغه ځوانې نجونې چې وزګارې او بې تعلیمه پاتې کېږي له وخت مخکې او کم عمره ودونو ته اړې کېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونېسف د شمېرو له مخې د طالبانو له دې فرمانونو درې میلیونه نجونې اغېزمنې شوي دي.

انټرنېشنل بېزنیس خپرونه:

انټرنېشنل بېزنیس خپرونې بیا په خپلې وروستۍ ګڼه کې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرو ته اشاره کړې ده.

ټرمپ ادعا کړې چې امریکايي ځواکونو د ۲۰۲۱ کال په اګست له افغانستان څخه د وتلو پر مهال ۷۰۰زره زړه ماشیندارې او امریکايي ټوپکونه په افغانستان کې پرېښي دي.

ټرمپ فاکس نیوز سره په مرکه کې ادعا کړی چې د نویو لاریو، الوتکو، ماشیندارو او سپکو وسلو په شمول د ۸۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت نظامي مهمات افغانستان کې پاتې دي.

د خپرونې په ټکو، ښاغلي ټرمپ ویلي، د افغانستان د امنیتي ځواکونه شمېر چې د امریکا له‌خوا تربیه شوي وو، ۴۰ زرو ته رسېده، خو هغه پوځي مهمات د ټوپکونو او ماشیندارو په ګډون چې هلته پاتې دي ازرښت يې له اوو سوه زره ډېر دی چې طالبان يې اوسمهال خرڅوي او ډېرې پیسې پرې ترلاسه کوي.

خو خپرونه لیکي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته هغه وخت زمینه برابره شوه چې ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې طالبانو سره د دوحې موافقه لاسلیک کړه.

ټرمپ دا خبرې په داسې وخت کې کوي چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته تیاریانې روانې دي او اوسني ولسمشر جوبایډن اعلان کړی چې د انتخاباتو په راتلونکي پړاو کې به ځان کاندید کړي.

ټرمپ پخپله په دې ټاکنو کې د ګډون لپاره خپله نوماندي لا د مخه اعلان کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG