د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

د دوحې غونډې پای؛ ګوټېرېش: د افغانانو په ګټه مو له یو بل سره د کار کولو هوکړه وکړه


د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په دوحه کې د افغانستان په اړه له دوه ورځنۍ غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په دوحه کې د افغانستان په اړه له دوه ورځنۍ غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش وايي، د افغانستان په اړه دوحه کې جوړه شوې غونډه د طالبانو د په رسمیت پیژندنې په هدف نه وه جوړه شوې.

ګوټېرېش د دوحې له غونډې وروسته چې د افغانستان لپاره د تر شلو زیاتو هېوادونو او سازمانونو ځانګړیو استازو په‌کې ګډون کړی وو، خبریالانو ته وویل: "موږ پاتې کېږو او مرستې رسوو او موږ پتېیلې چې د مرستو د دوام لپاره به د لازمو شرایطو د رامنځته کولو هڅه کوو."

ګوټېرېش وویل، دا مهال له افغانستان سره تعامل کوي خو ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه په دې هېواد کې د ثبات، ترهګرۍ، په‌کې د یوې داسې ټولګډونه ادارې نشتوالي ته چې ښځې او نجونې هم په‌کې ونډه ولري او همدارنګه د نشه يي موادو قاچاق په اړه اندېښنه لري.

نوموړې د دوحې د غونډې په اړه وویل: "دا غونډه د یو ګډ نړیوال دریځ د رامنځته کولو په اړه وه، نه د طالبانو د اوسنیو چارواکو درسمیت پېژندلو په اړه. مهمه دا وه چې موږ د یو بل اندېښنې او محدودیتونه درک کوو. خو هوکړه مو وکړه چې دا د ټولو په ځانګړې توګه د افغانانو په ګټه ده چې له یو بل سره کار وکړو. ګډونوالو هوکړه وکړه چې د تعامل لپاره یوې ستراتېژۍ ته اړتیا ده څو په افغانستان کې د ثبات لپاره زمینه برابره کړي او همدارنګه پر مهمو اندېښنو تمرکز وکړي. ګډونوال په افغانستان کې د ثبات په نشتوالي اندېښمن وو او دا اندېښنه یې شریکه کړه."

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې په افغانستان کې د ګوټېرېش د څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان د ثبات په اړه اندېښنې رد کړې او ویې ویل چې افغانستان کې دا مهال امن او ثبات شته خو ساتل یې د ده په وینا د نړیوالو سازمانو او نړیوالې ټولنې همکارۍ ته اړتیا لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د انټونیو ګوټېرېش په وینا افغانستان دا مهال په نړۍ کې تر ټولو ستر بشري ناورین سره مخ دی.

نوموړي وويل: "په افغانستان کې د وضیعت د ترینګلتیا ارزونه ستونزمنه ده، خو دا هېواد د دې وخت له تر ټولو ستر بشري ناورین سره مخ دی. اوه نوي سلنه افغانان په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي او د دې هېواد د وګړو له درې برخو دوه قحطۍ ته ورته وضعیت کې دي. په همدې حال کې 'د بشري فعالیتونو' تمویل په کمېدو دی. زموږ د بشري مرستو پروګرام د ۴ عشاریه ۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې چې تر اوسه یې یوازې ۲۹۴ ډالر ترلاسه کړي چې د غوښتل شویو پیسو څه باندې شپږ نیم سلنه برخه جوړوي."

د ملګروملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش په وینا د ملګرو ملتونو د ادارو په شمول په نادولتي ادارو کې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر کار بندیز په هیڅ ډول د منلو نه‌دی او زیاته یې کړه چې دوی به "هيڅکله د ښځو او نجونو پر حقونو باندې د بې‌ساري سيستماتيکو بريدونو په وړاندې چوپ پاتې" نه‌شي.

تر دې مخکې د ملګروملتونو د امنیت شورا هم په یو پرېکړه‌لیک کې په افغانستان کې د ښځو پر کار او د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو محدودیتونه غندلي وو او له دې ډلې یې غوښتي و چې سم‌لاسي دې دا محدودیتونه لرې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG