د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

ډیجیټل ژورنال: دوحه کې د طالبانو له حضور پرته د ملګرو ملتونو غونډه جوړه شوه


د دوحې یوه څنډه
د دوحې یوه څنډه

ډیجیټل ژورنال:

ډیجیټل ژورنال د افغانستان په اړه د دوحې په دوه ورځنۍ غونډه لیکنه کړې او دا سرلیک یې ورکړی چې د افغانستان د ستونزو په اړه د ملګرو ملتونو غونډه د طالبانو له حضور پرته جوړه شوه.

لیکنه کې د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې راغلي، غونډه کې د امریکا، چین، روسیې، پاکستان او یو شمېر اروپایي مرستندوینه بنسټونو په ګډون د ۲۵ هېوادونو او بنسټونو استازو ګډون کړی دی.

پاکستاني رسنیو لیکلي، په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر دې غونډه کې د پاکستان استازیتوب کوي.

د لیکنې له مخې، د غونډې یو هدف دا دی چې طالبان د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د لګول شوي بندیز لرې کولو ته وهڅوي، خو وړاندې د طالبانو د حکومت د یوه ویاند بلال کریمي په حواله راغلي، نړیوال باید د افغانستان له کورنیو مسئلو، چې اشاره یې د بشري حقونو موضوع ته ده، د سیاسي فشار په توګه کار وانه‌خلي.

کریمي ویلي، هېوادونه باید په خپلواکه توګه د ده په ټکو دا اخلاقي جرئت وکړي چې د طالبانو له حکومت سره مثبت تعامل وکړي.

طالبانو په ځلونو ځلونو پر ښځو لګول شوي بندیزونه کورنۍ موضوع بللې، خو ملګري ملتونه او نور نړیوال بنسټونه بیا پرې نیوکه کوي چې په دې کار سره یې د بشري حقونو لومړني اصول نقض کړي دي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین هم ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، له ملګرو ملتونو سره په اختلافي مسئلو بحث ته چمتو دي، خو تر دې وړاندې افغانستان ته د ملګرو ملتونو تللي چارواکي په ظاهره ناهیلي ستانه شوي دي.

واشنګټن ایګزمېنر:

واشنګټن ایګزمېنر د امریکا د مذهبي ازادیو د کمېسیون پر هغه نوي راپور لیکنه خپره کړې چې یو شمېر هېوادونه یې امریکا ته "د ځانګړې اندېښنې وړ" بللي دي.

په لیکنه کې یاد کمېسیون د امریکا د بهرنیو چارو پر وزیر انتوني بلېنکن د دې لپاره نیوکه کړې چې، د دغو هېوادونو په ډله کې یې د افغانستان شاملول رد کړي دي.

واشنګټن ایګزمېنر لیکلي، د امریکا د مذهبي ازادیو کمېسیون په خپل نوي راپور کې چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیره غوښتي چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان د ځانګړې اندېښنې وړ هېوادونو په ډله کې راولي.

د ورځپاڼې له لیکنې داسې برېښي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یاد کمېسیون دا غوښتنه نه‌ده منلې.

تېر ۲۰۲۲ کال کې هم د امریکا د مذهبي ازادیو کمېسیون ورته غوښتنه کړې وه، خو د ورځپاڼې په باور، عملي نه‌شوه.

په هغو هېوادونو کې چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر په ۲۰۲۲م کال کې د واشنګټن لپاره د ځانګړې اندېښنې وړ بللي وو، د پاکستان، ایران، سعودي عربستان، شمالي کوریا، برما، کیوبا، تاجکستان، ترکمنستان، چین، روسیې او نیکاراګوای یادونه شوې ده.

واشنګټن ایګزمېنر د همدې کمېسیون په حواله لیکلي، ممکن د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دې لپاره افغانستان د ځانګړې اندېښنې وړ هېوادونو په ډله کې نه وي شامل کړی چې تر اوسه یې حاکم دولت یا طالبان په رسمیت نه‌دي پېژندل شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG