د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

ملګرو ملتونو اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر کې د ښځو ونډه مهمه وبلله


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله جیلیان تریګز
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله جیلیان تریګز

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې جیلیان تریګز کابل ته په خپل سفر کې اړمنو کسانو ته د مرستو په رسولو کې د ښځو ونډه مهمه بللې ده.

نوموړې د یکشنبې په مازدیګر کابل ته رسېدلې.

مېرمن تریګز داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې په‌کې یې پر افغان ښځو د کار بندیز غندلی و او له طالبانو یې غوښتي و چې د ښځو پر ضد له ځپونکو کړنو لاس واخلي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا
د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د افغانستان څانګې د یکشنبې په ورځ ناوخته د دې کمېشنرۍ د مرستیالې جیلیان تریګر له قوله په یوه ټوېټ کې لیکلي، له اړمنو افغانانو په ځانګړې توګه ښځو، نجونو او بې ځایه شویو سره بشري مرستې یوه حیاتي مسئله ده او په ګټور ډول د دې مرستو په رسولو کې د ښځو ګډون حتمي دی.

په ورته وخت کې په نادولتي ادارو او د ملګرو ملتونو د سازمان په دفترونو کې ځینې پخوانۍ کارکوونکې د اغلې تریګز سفر ته هیله‌منې دي چې مثبته پایله به ولري.

په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې یوې کارکوونکې شیرینې محمدي ازادي راډيو ته وویل، ټول نړيوال سازمانونه دې د افغان ښځو ترڅنګ ودرېږي.

نوموړې وايي: "زه د یوې افغانې ښځې په توګه غواړم چې دا ملاتړ دوامداره وي، موږ خپلې زده‌کړې او کار غواړو چې باید راکړل شي. تل ښځو قرباني ورکړې ده، خو بیا هم اوس بې برخلیکه او ناهیلې یوو. داسې ښځې شته چې رواني ستونزې ورته پیدا شوي. دا چې تر ماسټرۍ او دوکتورا زده کړې وکړې او بې برخلیکه شې، معنا یې دا ده چې هسې په نوم ژوندۍ یې. زه له ټولو نړيوالو سازمانونو غواړم چې د افغان ښځو ترڅنګ ودرېږي او ملاتړ ترې وکړي."

ارشیف: په هرات کې د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړیوال پروګرام یوه کارکوونکې د هغو اړمنو د راجستر پر مهال چې مرستو په موخه ورغلي دي.
ارشیف: په هرات کې د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړیوال پروګرام یوه کارکوونکې د هغو اړمنو د راجستر پر مهال چې مرستو په موخه ورغلي دي.

د ملګرو ملتونو د دفتر یوه بله کارکوونکې چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، هیله لري چې د جیلیان تریګز خبرو ته توجوه وشي.

دا وايي: "له هغه وخته چې له دندې منع شوې یم، له ډېرو ستونزو سره مخ یم، حتا د کور کرایه چې ډېره کمه هم ده، نه یې شم ورکولای. د کور لګښتونه نه‌شم پوره کولای. له نړيوالې ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې موږ له بنده ازادې کړي. طالبانو هغه کورنی زندان چې موږ ته جوړ کړی، موږ دې ترې خلاصې کړي، هیله لرم چې د دې مېرمنې خبرو ته توجوه وشي."

په یوه نادولتي اداره کې د روغتیا څانګې کارکوونکې کریمه عظم هم چې اوس د ښځو د کار بندیز له امله خپلې دندې ته نه‌شي تللی، ازادي راډیو ته وویل چې د اغلې تریګز سفر ته هیله‌منه ده.

کریمه زیاتوي: "افغانستان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د مرستیالې سفر ته هیله‌من یو. خدای دې وکړي چې ښه پایله هم ولري او موږ وکولای شو، بېرته خپلو دندو ته ور وګرځو او دا اوسنۍ ستونزې مو کمې شي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د مرستیالې له سفر سره هممهاله د دې سازمان له‌خوا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بندو دروازو تر شا دوه ورځنۍ ناسته هم پیل شوې ده.

دا ناسته چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په استازولۍ د طالبانو له‌خوا د ښځو پر کار له بندیز وروسته جوړه شوې، په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو په حقونو، د ټولګډونه حکومت په جوړولو او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره پر مبارزې به په‌کې بحثونه وشي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش هم د شنبې په ورځ په یوه ټوېټ کې ویلي و چې افغانان عاجلو مرستو ته اړتیا لري او د دې مرستو د رسولو په برخه کې د ښځو ګډون حتمي دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکي دفتر یا اوچا تر دې مخکې ویلي و چې د ۲۸.۳ میلیونه هغو اړمنو افغانانو له ډلې چې بشري مرستو ته اړتیا لري، نیمايي يې ښځې او نجونې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG