د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

د طالبانو لخوا د ښځو ځپنه؛ امریکا یې په تړاو د امنیت شورا پرېکړه لیک وستایه


د امنیت شورا په پرېکړه لیک چې د پنجشنبې په شپه تصویب شو، د ملګرو ملتونو په ادارو کې د طالبانو له لوري د ښځو د کار مخنیوی وغندل شو.
د امنیت شورا په پرېکړه لیک چې د پنجشنبې په شپه تصویب شو، د ملګرو ملتونو په ادارو کې د طالبانو له لوري د ښځو د کار مخنیوی وغندل شو.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي، د طالبانو له لوري د افغان ښځو ځپل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د یوه پياوړي پرېکړه لیک له تصویبېدو سره وغندل شول.

وېسټ په یو لړ ټویټونو کې چې پرونه یې خپاره کړل دا خبره هم کړې چې د دوحې د غونډې په درشل کې د افغانانو متحد ملاتړ د ویاړ خبره ده او پر دې دلالت کوي چې هېوادونه په دې برخه کې سره همغږه دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو ځانګړی استازی ټام وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو ځانګړی استازی ټام وېسټ

د امنیت شورا په پرېکړه لیک چې د پنجشنبې په شپه تصویب شو، د ملګرو ملتونو په ادارو کې د طالبانو له لوري د ښځو د کار مخنیوی وغندل شو او له طالبانو وغوښتل شول چې د ښځو او نجونو له ځپلو لاس واخلي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د بشري حقونو او نجونو او ښځو په برخو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې د امنیت شورا پرېکړه لیک د نړیوالو دریځ له ښځو او نجونو سره د طالبانو د چلند په برخه کې څرګند کړ.

امیري زیاته کړه چې دوی ته د ښځو او نجونو ځپل په هېڅ ډول د منلو نه دي او دا لړۍ باید ودرېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې د امنیت شورا د پرېکړه لیک د یوې برخې ملاتړ کوي، خو د ښځو مسئله د افغانستان کورنۍ مسئله ده چې هېڅ هېواد ته یې زیان نه رسېږي.

دې وزارت په دې اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ یې خپره کړه دا خبره هم کړې چې طالبان د ښځو حقونو ته ژمن دي او داسې موضوعات باید سیاسي نه شي.

طالبانو چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه کابل ونیو د کار او زده کړو په برخو کې یې پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه ولګول. د دغو بندیزونو پر خلاف کابل او ولایتونو کې لاریونونه وشول.
طالبانو چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه کابل ونیو د کار او زده کړو په برخو کې یې پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه ولګول. د دغو بندیزونو پر خلاف کابل او ولایتونو کې لاریونونه وشول.

تر نوي ډېرو هېوادونو د ملګرو ملتونو د دې پرېکړه لیک ملاتړ کړی دی.

په دې پرېکړه لیک کې پر سوله ییز، باثباته او پرمختللي افغانستان ټینګار شوی دی.

طالبانو چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه کابل ونیو د کار او زده کړو په برخو کې یې پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه ولګول.

دا بندیزونه د نړیوالې ټولنې له سخت عکس العمل سره مخامخ شوي دي او تر اوسه هېڅ هېواد نه دی چمتو شوی چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

تمه ده چې د دوحې په غونډه کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو د چلند په اړه بحث وشي.

دا غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په کوربتوب د دوشنبې او سې شنبې په ورځو ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

په دې غونډه کې به چې د بندو دروازو تر شا ده د افغانستان لپاره د نړۍ د نورو هېوادونو ځانګړي استازي برخه واخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG