د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

سپينې ماڼۍ له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه کانګرس ته راپور وړاندې کړ


افغانستان کې امريکايي ځواکونه، ارشيف
افغانستان کې امريکايي ځواکونه، ارشيف

سپینې ماڼۍ د خپل لس مخیزه محرمانه راپور لنډیز خپور او کانګریس ته وړاندې کړ.

له ډېره وخته تمه کېده چې سپینه ماڼۍ له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د بې بندوبسته ایستلو د څرنګوالي په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

د سي‌این‌این د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر جو بایډن د کابل د هوايي ډګر د پېښې په اړه د تحقیقاتو امر کړی و او ویلي و چې، په دې څېړنه کې باید څرګنده شي چې څه شی سبب شو چې دا پېښه رامنځته شي.

سپینه ماڼۍ ټوله پړه د دوحې د ۲۰۲۰کال د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې پر موافقه اچوي چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ترمپ او طالبانو ترمنځ لاس‌لیک شوه او د ولسمشر بایډن حکومت یې له یوه داسې موقعیت سره مخامخ کړ چې شاګرز په‌کې ممکن نه و.

سپینه ماڼۍ د افغانستان د جمهوري حکومت د پرځېدو په اړه وايي چې، د امریکا هیڅ استخباراتي ادارې د افغان ځواکونو دا ډول له ناورینه ډکه پاشلتیا نه وه اټکل کړې.

سپينه ماڼۍ، انځور - ارشيف
سپينه ماڼۍ، انځور - ارشيف

له بلې خوا په ۲۰۲۱ م کال له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ملي امنیت شورا په مشرۍ د استخباراتي ادارو په ګډه څېړنه کې، ټوله پړه د متحدو ایالتونو پر پخواني ولسمشر ډونالډ ترمپ اچول شوې او ویل شوي چې اوسنی ولسمشر جو بایډن مکلف و چې د مخکیني ولسمشر پرېکړه عملي کړي.

ولسمشر جو بایډن مکلف و چې د مخکیني ولسمشر پرېکړه عملي کړي.

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو او د امریکا د اوږدې جګړې د پای ته رسولو په اړه ۱۲ مخیز راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې د خپلو اقداماتو په اړه د ولسمشر بایډن مسوولیت ته لږه اشاره شوې ده.

د امریکا حکومت وايي، له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو وروسته ارزونې، چې د پنجشنبې په ورځ کانګریس ته وسپارل شوې، خورا محرمانه دي او د خلکو د لیدو لپاره به خپرې نه‌شي.

د سپینې ماڼۍ د مالوماتو پر اساس، په دې ارزونه کې ویل شوي چې، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه ولسمشر بایډن ډېر انتخاب نه درلود مګر دا چې د پخواني ولسمشر له پرېکړې سره سم اقدام وکړي.

د ۲۰۲۰ په فبرورۍ مياشت کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه لاس‌ليک شوه، چې له مخې يې امريکايي ځواکونه له افغانستان ووتل.
د ۲۰۲۰ په فبرورۍ مياشت کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه لاس‌ليک شوه، چې له مخې يې امريکايي ځواکونه له افغانستان ووتل.

د دې ترڅنګ د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په ۲۰۲۱ م کال له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو او د تخلیې په ترڅ کې د کابل د هوايي ډګر په خوله کې د حملې په اړه کانګریس ته راپور ولېږه.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر په برید کې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.

د سي‌این‌این ټلوېزیون د راپور له مخې، د امریکا دفاع وزارت د دې پېښې او له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو محرمانه راپور کانګریس ته په الیکترونیک ډول سپاري څو د کانګریس غړي هغه پر وېبپاڼه کې وګوري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG