د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

د سمرقند غونډه؛ له طالبانو د ترهګرو پر ضد د جدي ګامونو پورته کېدو غوښتنه شوې


ازبکستان کې د افغانستان په اړه غونډه.
ازبکستان کې د افغانستان په اړه غونډه.

روسیه، چین، ایران و پاکستان وايي، په افغانستان کې یو شمېر ترهګرې ډلې شته چې باید طالبان یې پر ضد جدي اقدام وکړي.

دې څلورو هېوادونو د سمرقند د غونډې په څنډه کې، د خپلو څلور اړخیزو غونډو په دوام د خپلې دویمې غونډې په پای کې په خپله ګډه اعلامیه کې چې نن خپره شوې، په افغانستان د ترهګرۍ او امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او زیاتوي، د داعش خراسان څانګه، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د پاکستاني طالبانو تحریک، بلوڅ بیلتون‌پال او جیش‌العدل د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ دی.

په دې اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترهګرو ډلو د له‌منځه وړو په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي او اجازه ور نه‌کړي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پر ضد وکارول شي.

له دې وړاندې په هند کې د سویلي اسیا د هېوادونو د ملي امنیت شورا د سلاکارانو، د ګډو ګټو هېوادونو د استازو او یو شمېر نورو غونډو کې هم له طالبانو دا غوښتنه تکرار شوې ده، خو طالبانو ورته د تل په څېر دا ځواب ورکړی چې افغانستان هیڅ هېواد ته ګواښ نه‌دی.

د سمرقند د غونډې اعلامیه کې د افغانستان په خپلواکۍ او ارضي تمامیت د ټینګار ترڅنګ، د سیاسي ډیالوګ او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د خبرو اترو له لارې د روان بحران د پای غوښتنه هم شوې.

ازبکستان کې د افغانستان په اړه غونډه.
ازبکستان کې د افغانستان په اړه غونډه.

د روسیې، چین، ایران و پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو همدا ډول له طالبانو غوښتي چې د ټولو قومونو او سیاسي لوریو په ګډون ټول‌شموله حکومت جوړ کړي او ترڅنګ یې په افغان نجونو او ښځو او نورو لږکیو لګېدلي بندیزونه سم‌لاسي لغوه کړي.

خو طالبانو سره له دې چې دا غوښتنې ترې په هره نړیواله او سیمه‌ییزه غونډه کې کېږي، په دې برخه کې هیڅ مثبت ګام نه‌دی پورته کړی.

د روسیې، چین، ایران او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیه کې تر ډېره له طالبانو د دې هېوادونو په غوښتنو تمرکز شوی، خو د دې غونډې په پای کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي رسنیو ته وویل، د سیمې هېوادونه غواړي له طالبانو سره ښه تعامل ولري.

ازبکستان کې د افغانستان په اړه غونډه.
ازبکستان کې د افغانستان په اړه غونډه.

نوموړي ويلي: "موږ خوښ شوو چې نن مو په دې غونډه کې ولیدل چې د سیمې ټولو هېوادونه غواړي د افغانستان له نوي حکومت سره ښه تعامل ولري. دوی په اقتصاد، سیاست او ټرانزیټ برخه کې غواړي لا زیات تعامل ولري. دا د سمرقند په غونډه کې مو یو ټکی وموند."

دا غونډه د روسیې، چین، ایران و پاکستان ترمنځ د پیل شویو څلور اړخیزه ناستو دویمه هغه ده چې تمرکز یې افغانستان دی.

د دې غونډې لومړۍ هغه د ۱۴۰۰ کال د وږي په ۲۵مه د شانګهای سازمان په څنډه کې د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې شوې وه چې تر ډېره په‌کې په همدې موضوعاتو او له افغانستان سره د نړۍ په اقتصادي مرستو بحثونه شوي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG