د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

د افغانستان په اړه د ملګروملتونو پر وروستي پرېکړه‌ليک د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


د ملګروملتونو بيرغ
د ملګروملتونو بيرغ

نېشنل هرالډ:

نېشنل هرالډ اوونیزې چې چلوونکي یې د یونان او امریکا وګړي دي، پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر هغه پرېکړه‌لیک د اسوشېټېد پریس اژانس لیکنه خپره کړې چې د پنجشنبې په ورځ تصویب شو او له طالبانو په‌کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو سختو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه شوې ده.

د لیکنې په حواله، د طالبانو دغه محدودیتونه د دې سبب شوي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې په تعلیمي، کاري، ورزشي او نورو برخو کې تر ډېره حذف شي.

د نېشنل هرالډ خپرونې د لیکنې په یوه برخه کې راغلي چې امنیت شورا د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز هم غندلی او دا پرېکړه یې د ملګرو ملتونو په تاریخ کې بې‌سارې بللې ده.

افغانستان کې د طالبانو حکومت نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې او د دوی پرمخ یې په تېره ډسمبر میاشت کې د پوهنتونو دروازې هم وتړلې.

د لیکوال په باور د ملګرو ملتونو نوی پرېکړه‌لیک د روسیې او چین په ګډون د امنیت شورا د ټولو ۱۵ غړو هېوادونو له‌خوا د رایو په اکثریت تصویب شو او دا د طالبانو د اقداماتو پر وړاندې د نړۍ په سطحه د پراخو اندېښنو څرګندونه کوي.

دغه پرېکړه‌لیک د متحده عرب اماراتو او جاپان له‌خوا امنیت شورا ته وړاندې شوی و چې په افغانستان کې بشري حقونو دغه راز د ښځو او نجونو اساسي ازادیو ته د نه درناوي په باب په کې سخته اندېښنه ښوول شوې ده.

ټلیګراف:

د بریتانیا چاپ ټلیګراف ورځپاڼې پرون له سوډان د خلکو د ایستلو یا تخلیې پر پروسه لیکنه خپره کړې، چې ځینو کسانو د افغانستان د تخلیې له پروسې سره ورته ګڼلې ده.

په سوډان کې چې د افریقا درېیم لوی هېواد دی، د اپرېل له ۱۵مې د پوځ د مشر جنرال عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ د ځواک په نوم د ملېشه‌وو د قوماندان جنرال محمد حمدان دقلو ترمنځ جګړې روانې دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، په پلازمېنه خرطوم کې د دغو جګړو له کبله ګڼ کسان له خپلو کورونو کډې کولو یا هم له سوډان وتلو ته مجبوره شول.

وروسته له هغې چې د امریکا د متحدو ایالتونو او سعودي عربستان په منځګړیتوب پر یوه نازک اوربند سلا وشوه، له سوډان څخه د خلکو له ایستلو سره مرسته وشوه.

د طالبانو حکومت هم ویلي چې په سوډان کې ۱۲۰ افغانان راګیر پاتې وو چې د پنجشنبې په ورځ ځینې یې سعودي عربستان ته و ایستل شول.

د ورځپاڼې په لیکنه، اوس له سوډان څخه د خلکو د ایستلو پروسه، په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته د خلکو د ایستلو یا تخلیې له پروسې سره پرتله شوې ده.

د ټلیګراف مرستیال اډیټر ډامنیک نیکولس د عبرت د هغو درسونو یادونه کوي چې له افغانستانه د خلکو د ایستلو له پروسې زده شوي او هیله یې ښوولې چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت به یې نه تکراروي.

هغه ویلي خرطوم کابل نه‌دی، ځکه د ده په خبره په افغانستان کې دا د طالبانو په ګټه نه وه چې د خلکو د وتلو پروسه دې په کرارۍ مخته لاړه شي.

د نیکولس په وینا، په سوډان کې هم د افغانستان په څېر برېتانیا ته د تخلیې لپاره یوه کړکۍ پرانیستل شوه، خو د سوډان پر لارو سړکونو جګړې روانې دي او له اوربند سرغړونې شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG