د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

دوحې غونډې ته غبرګونونه؛ افغان فعالانو، معترضانو او سازمانونو ګوټېرېش ته لیکونه استولي


بخشی از شهر دوحه
بخشی از شهر دوحه

یو شمېر افغانان چې د افغانستان دننه په بېلابېلو ټولنیزو برخو کې کار کوي، له طالبانو سره یو اصولي او عملي تعامل د افغانانو د هوساینې لپاره یوه اړتیا بولي.

دوی د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ته په یوه پرانیستي لیک کې د هغو خنډونو د لېرې کولو غوښتنه کړې چې د دوی له قوله، د افغانانو د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ مخه نیسي.

د دې لیک یوې لاسلیک کوونکې د سولې نوبل جایزې ته نوماندې محبوبه سراج ازادي راډیو ته وویل: "موږ یو لیک لیکلی او په دې لیک کې مو یوازې خپل نظریات او د اوسنیو ستونزو د وتو حل لار ملګرو ملتونو ته ښودلې ده او بس. زه د یوې افغانې په توګه چې افغانستان کې کار کوم، دا خپله دنده ګڼم."

محبوبه سراج
محبوبه سراج

د دې لیک په دوام راغلي، اوسنی وضعیت د افغانانو د ځورېدو لامل کېږي او په‌کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې د طالبانو له اوسني حکومت سره د یوې روښانه تګلارې او نقشې پر بنسټ خبرې اترې وشي او ترڅنګ یې له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام په اړه ډاډ ورکړل شي.

دا لیک د دوحې د غونډې د پیل په درشل د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ته لیکل شوی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

په دوحه کې د جوړې شوې غونډې مشري چې په‌کې د ۲۵ هېوادونو استازي ګډون کوي او د دوشنبې او سه‌شنبې په ورځو کېږي، د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، دې غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل، د غونډې له ګډون کوونکو غواړي چې په افغانستان روان واقعیتونه په پام کې ونیسي او په افغانستان کې راغلی امنیت او ثبات یو غنمیت وګڼي.

هاخوا له افغانستان بهر یو شمېر افغانانواو سازمانو په یوه بل جلا لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتي چې د طالبانو اوسنی رژیم په رسمیت ونه پېژني.

دا لیک چې د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د یو شمېر فعالانو له‌خوا "ما سره خبرې وکړه، نه زما په اړه" تر عنوان لاندې لیکل شوی، په‌کې نیوکه شوې چې ولې په دې غونډه کې د ښځو استازو ته بلنه نه‌ده ورکړې.

په لیک کې له ملګرو ملتونو سازمان دا هم غوښتل شوي چې ټول پروګرامونه چې د دوی له قوله، واړه هم وي، باید لغوه کړي.

د لیک په دوام کې لیکل شوي، هېڅ یوه سیستماتیکه هڅه نه‌شي کولای چې د افغان نجونو او ښځو اخيستل شوي حقونه توجیه کړي.

که څه هم د طالبانو حکومت په ځلونو د بشري حقونو نقض او د افغانانو شکنجه کول رد کړي، خو په دې لیک کې ادعا شوې چې د طالبانو حکومت بشري حقونه نقضوي، جنګي جنایتونه کوي او تر خوا یې خپل مخالفان شکنجه کوي او له‌منځه یې وړي.

د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ هم دا لیک لاسلیک کړی دی.

د دې غورځنګ بنسټ اېښودونکې مونسې مبارز ازادي راډیو ته وویل: "د ټول لیک منځپانګه په یوې موضوع تمرکز کوي چې هغه دا ده باید ډاډ ورکړل شي، هغه څه چې د دوحې په غونډه کې کېږي، باید د افغانانو د اندېښنې لامل نه‌شي او د دې غونډې پایله د طالبانو په رسمیت پېژندل او له دوی سره تعامل نه‌وي."

د افغانستان د ملي ګټو د ملاتړ حرکت د رهبرۍ پلاوي هم یوه اعلامیه کې ویلي، ډېری افغانان دا غواړي، تر څو چې طالبانو له خپل انحصاري او استبدادي سیاست لاس نه‌وي اخیستی او له مشخصو کړنو سره د مشروعیت کړنلاره و نه مني، نړیواله ټولنه یې باید اوسنی رژیم په رسمیت ونه پېژني.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG