د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۴۵

افغانستان

ګوټېرېش بیا د بشري مرستو رسولو چارو کې د افغان ښځینه کارکوونکو رول مهم وباله

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي یو وار بیا په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو په چارو کې د ښځینه کارکوونکو رول مهم وباله.

انټونیو ګوټېرېش ویلي، په افغانستان کې میلیونونو کسانو ته د بشري مرستو لپاره له هغو ټولو اقداماتو تر شا کېدل کلیدي اهمیت لري چې د ښځو د کار حق اخلي.

ګوټېرېش پرون ناوخته په خپل ټویټر کې لیکلي چې افغانان سم د لاسه اضطراري مرستو ته اړتیا لري او د مرستو په رسولو کې ښځې مهم نقش لري.

وروسته له هغې چې طالبانو په غیردولتي موسسو او بیا د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو کار منع کړ، دې کار یې پراخ عکس العملونه وپارول.

ملګرو ملتونو ویلي چې اړو افغانانو په ځانګړي ډول ښځو ته د بشري مرستو په رسولو کې د دوی ښځینه کارکوونکې مهم نقش لري.

طالبانو لا هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې، په تېره ډسمبر میاشت کې یې د نجونو او ښځو د پوهنتون زده کړې هم منع اعلان کړې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اروپايي شورا مشر: اروپايي ټولنه د طالبانو حکومت په رسميت نه‌پېژني

د اروپایي شورا مشر چارلس میچل

د اروپایي شورا مشر د اروپا او منځنۍ اسیا په سرمشریزه کې وویل، اروپایي ټولنه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌پېژني.

چارلس میچل دا خبره پرون د قرغزستان په چوپان عطا ښارګوټي کې د دې سرمشریزې پرمهال وکړه.

ده ټینګار وکړ چې طالبان باید د ښځو حقونه ورکړي.

میچل زیاته کړه چې اروپایي ټولنه په فعالانه ډول هڅې کوي چې دا ډاډ ترلاسه کړي څو افغانستان له نړیوالو ژمنو سره سم خپل کارونه ترسره کړي.

د اروپایي شورا مشر په ورته وخت کې دا خبره وکړه چې اروپایي ټولنه له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکوي.

په دې غونډه کې د اروپایي ټولنې د استازیو ترڅنګ د قزاقستان، تاجکستان او اوزبکستان ولسمشرانو او د ترکمنستان د ولسمشر په استازیتوب د دغه هېواد یوه پلاوي برخه واخیسته.

ثناالله: د طالبانو حکومت له ډیورنډ کرښې پاکستاني طالبان لرې او نورو سیمو ته لېږدوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا‌الله

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا‌الله وايي، د طالبانو حکومت دوی ته ویلي چې له ډیورنډ کرښې به پاکستاني طالبان ليرې او د افغانستان نورو سیمو ته ولېږدوي.

رانا ثنا‌الله دا خبره د امریکا غږ اردو څانګې سره خپله نوې مرکه کې کړې.

هغه زیاته کړې، د طالبانو حکومت ورته له ډ‌یورنډ کرښې د افغانستان نورو سیمو ته د پاکستاني طالبانو د لېرې لېږلو خبره دوه میاشتې وړاندې کړې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې دوی له طالبانو له دې امله ګیله‌من دي چې د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال له افغانستان راځي او په پاکستان کې یې نا امني جوړه کړې ده.

د رانا ثناالله په خبره، پاکستان د دې وضعیت تور د طالبانو په حکومت نه پورې کوي، خو دا یې کمزوري بولي.

طالبانو لا تر اوسه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د نویو څرګندونو په اړه څه‌ نه‌دي ویلي، خو وړاندې یې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون او فعالیت رد کړی و.

په بروکسل کې سلګونه افغان کډوالو لاريون وکړ

په بجلیم کې د افغان کډوالو د لاریون یوه څنډه

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې پرون په سلګونو افغان کډوالو د کډوالو د چارو د ادارې مخې ته لاریون وکړ.

دا احتجاجي لاریون د دې لپاره ترسره شو چې د بلجیم حکومت هغه افغانان د کډوالو په توګه ومني چې په تېرو نږدې دوو کلونو کې بلجیم ته ورغلي دي.

د بلجیم حکومت په وروستیو کې یو قانون تصویب کړی چې له مخې یې نویو ورغلیو افغانانو ته د کډوالۍ اسناد نه ورکوي.

لاریون کوونکو ازادي راډیو ته وویل، د دې نوي قانون له امله ګڼ افغانان چې یوه لویه برخه یې ماشومان دي بې برخلیکه پاتې دي.

د دې لاریون تنظمونکي هغه کسان دي چې د بلجیم تابعیت لري.

دوی په فرانسوي او هالنډي ژبو خبرداری ورکړ، که یې غوښتنې ونه منل شي په پلازمېنې بروکسل کې به نور لاریونونه وکړي.

جوزجان کې د کانګو ناروغۍ له امله يو ډاکتر مړ شوی او ۵ نور پرې اخته شوي

ارشیف

طالبان په جوزجان کې د کانګو ناروغۍ له امله د یوه ډاکتر د مړینې او په دې ناروغۍ د پنځو روغتیایي کارکوونکو د اخته کېدو خبر ورکوي.

کانګو ناروغي په جوزجان کې تېره اوونۍ د دوو تنو نورو ژوند اخیستی و.

داسې راپورونه خپاره شوي چې دا ناروغي په فاریاب او بلخ کې هم خپره شوې، خو تر دې دمه د دې ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو دقیقې شمېرې نه‌دي خپرې شوي.

کانګو یو ډول اخیستونکې ناروغي ده چې د څارویو په پوستکي کې د یوې وړې خزندې له لارې انسانانو ته لېږدي.

کرکټ؛ سبا د افغانستان او سريلانکا دويمه يو ورځنۍ سیالۍ ده

د سریلانکا او افغانستان د تېرې ورځې د لوبې یو انځور. رحمت شاه او ابراهیم ځدراڼ د لوبې پر مهال لیدل کېږي.

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ سبا یکشنبې د روانو یو ورځنیو لوبو د لړۍ دویمه سیالي ده.

دا لوبه د کابل په وخت د سهار نهه بجې د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې پیلېږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه پرون افغان لوبغاړو د شپږو وېکټو په توپیر خپله کړه.

که چېرته افغانان په سبانۍ لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړي، نو د درېیو پنځوس اووره لوبو د دې لړۍ جام به وګټي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ درېیمه یوه ورځنۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ ده.

کرکټ؛ د سریلانکا لوبډلې افغانستان ته د ۲۶۹ منډو هدف وټاکه

د افغانستان کرکټ لوبډلې لوبغاړي

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې د افغان لوبډلې پر وړاندې ۲۶۸ منډې جوړې کړې.

دغه سيالي چې نن د کابل پر وخت سهار ۹:۰۰ بجې پیل شوې ده، افغان لوبډلې پچه وګټله او سریلانکا ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

کوربه لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۲۶۸ منډې جوړې کړې.

سریلانکا ته چاریت اسلانکا او دننجایا دیسلوا په ترتیب سره ۹۱ او ۵۱ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې بیا فریداحمد او فضل حق فاروقي ۲ـ۲، عظمت الله عمرزي، مجیب الرحمن، نوراحمد او محمدنبي یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د افغان لوبډلې د توپوهونکو په ترکیب کې نن رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، محمدنبي او عظمت الله عمرزي ته چانس ورکړل شوی دی.

د ویلو ده چې راشدخان به په لومړنیو دوه سیالیو کې نه لوبېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې انځور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې میلادي میاشتې په پای کې پر افغانستان غونډه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عرب اماراتو سفیرې لانا نسیبه پرون پنجشنبه په یوه کنفرانس کې وویل، دغه غونډه به د جون پر ۲۱مه نېټه جوړه شي.

متحده عرب امارات روانه میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشري کوي.

نسیبه وویل، امارات به د امنیت شورا د غړي او دوره يي مشر په توګه هڅه وکړي چې د افغانستان په اړه د هېوادونو همغږي لا پیاوړې شي.

دا چې په دې غونډه کې به دقیقاً پر کومو مسایلو خبرې وشي، زیات توضیحات نه دي ورکړل شوي، خو ممکن پر ښځو او نجونو د طالبانو پر محدودیتونو، بشري بحران او نورو مسایلو بحث وشي.

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ لوبډلو ترمنځ یو ورځنۍ لوبه روانه ده

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ لوبډلو ترمنځ د یوې مخکینې لوبې انځور

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سریلانکا په همبان­توتا میدان کې یو ورځنۍ یا ۵۰ اووره لوبه روانه ده.

افغانستان چې د لوبې پچه یا ټاس وګاټه د توپ نیونې پرېکړه یې وکړه.

سریلانکا توانېدلې تر اوسه د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۱ اوورونو کې ۲۰۰ منډې وکړي.

دواړه هېوادونه به د یکشنبې په ورځ دویمه او د چهارشنبې په ورځ خپله درېیمه یو ورځنۍ مسابقه هم وکړي.

د افغانستان ختیځ کې د پولیو څلورمه پېښه هم ثبت شوه

د جلال اباد په ښار کې ښځینه واکسیناتورانې د واکسین د کمپاین پر مهال. May 15, 2023

په افغانستان کې پرون پنجشنبې د پولیو یوه بله پېښه ثبت شوه، چې دا په روان میلادي کال کې د ګوزڼ یا پولیو څلورمه پېښه ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، څلورمه پېښه د یوه څلور کلن ماشوم ده.

د ملګرو ملتونو یونېسف ادارې د پولیو برخې د عامه اړیکو مسوول سید کمال شاه د پوليو د تازه پېښې ثبتېدل تاييد کړي.

د سږ کال درې نورې پېښې هم په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ثبت شوي دي.

کابو دوې میاشتې پخوا د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د پولیو د مخنیوي په هدف تر پنځو کلونو کشرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شو.

پولیو یا ګوزڼ هغه ناروغي ده چې له افغانستان او پاکستان پرته د نړۍ په نورو هېوادونو کې محوه شوې ده.

سږ کال د خیبرپښتونخوا په هنګو کې هم د پولیو یوه پېښه ثبت شوې ده.

اوچا: په افغانستان کې د ستراتېژۍ نشتوالي له طبيعي پېښو سره د مقابلې امکان کمزوری کړی

په لغمان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور. 26.08.2022

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره یا اوچا وايي، د سمې ستراتېژۍ نشتوالي په افغانستان کې له طبیعي پېښو سره د مقابلې امکان کمزوری کړی دی.

دې ادارې پرون پنجشنبې په یوه ټویټ کې ولیکل چې د درې لسیزې جګړې ترڅنګ، د طبیعي افتونو د خطرونو پر کمولو د کافي پانګونې نشتوالی سبب شوی چې د سېلابونو په شمول د طبیعي پېښو پر وړاندې د مقاومت په برخه کې افغانان له بد وضعیت سره مخامخ ووسي.

په وروستیو ورځو کې د لغمان، پکتیا، غور او دایکندي په شمول د افغانستان په لسو ولایتونو کې سېلابونه راغلل چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۱۳ تنه مړه او ۸ ژوبل شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG