د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

ويانا کې د طالب ضد سياسي څېرو په درې ورځنۍ غونډه کې څه وويل شول؟


د طالبانو ضد وسله والې مخالفې ډلې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود
د طالبانو ضد وسله والې مخالفې ډلې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود

د ویانا د غونډې په اعلامیه کې که څه هم خبرې اترې او سوله‌ییزه سیاسي حل لاره ښه غواروی بلل شوی، خو په‌کې راغلي چې دوی د طالبانو په وړاندې د هر ډول مقاومت ملاتړ کوي او د پراختیا او پياوړتیا لپاره یې هڅه کوي.

د طالبانو د حکومت ضد جبهې، چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په نوم یادیږي، ویاند علي میثم نظري دغه اعلامیه پر خپله ټویټرپاڼه خپره کړې ده.

د اعلامیې له مخې د طالبانو په وړاندې د یوه واحد ملي چتر جوړول چې د بېلابېلو سیاسي او فکري جریانونو غړي په‌کې وي، یو لومړیتوب یاد شوی دی.

د ویانا لومړۍ غونډه د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر میاشته کې جوړه شوې وه.

دوی بې له دې چې دلته قومګراییو ته لمن ووهي، د بې اتفاقیو لامل شي او د بدبختیو لامل شي، بل کوم کار نه‌کوي.
مجاهد

دا چې د طالبانو حکومت د دغې غونډې اعلامیې ته څه غبرګون لري، ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد د چهارشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل: "د دې ګډونوال هغه څېرې دي چې افغانستان هغه تجربه کړي دي او افغانان یې هم پېژني. دوی په اقتدار کې اوسېدلي دي، د دوی کارکردګۍ، له هېواد سره مینه، اخلاص او د افغانستان ګټې او منافع سنجول دا ټول معلوم دي. دوی بې له دې چې دلته قومګراییو ته لمن ووهي، د بې اتفاقیو لامل شي او د بدبختیو لامل شي، بل کوم کار نه‌کوي. له اته اویایمو کلونو را وروسته چې د افغانستان د خلکو جهاد د روسانو په وړاندې کامیابه شو له هغه راهیسې کومې بدبختۍ چې دي، دغه کسان ټول په هغو کې ونډه لري."

ذبيح‌الله مجاهد
ذبيح‌الله مجاهد

د طالبانو پر حکومت نیوکې دا دي چې له فکري پلوه ټول‌شموله نه‌دی او پر دې سربېره یې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم بندیزونه لګولي دي.

د ویانا دویمه غونډه چې د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او شاوخوا دېرشو نورو سیاسي څېرو او فعالانو ګډون په‌کې درلود، د دوشنبې په ورځ د اپریل په ۲۴مه پيل او پرون چهارشنبه پای ته ورسېده.

"دا د افغانستان خلک دي چې د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه کوي
احمد مسعود

ښاغلي مسعود خبریالانو ته وویل، طالبان باید د خلکو ارادې ته درناوی وکړي.

نوموړي وويل: "دا د افغانستان خلک دي چې د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه کوي، کله چې طالبان ووایي چې هو موږ ټاکنې منو، هغه هم په یقیني ډول د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې، موږ هغه مهال ټول فعالیتونه دروو او ځو ټاکنو کې برخه اخلو. د خبرو دروازې نه زما د پلار په وخت کې تړلې وې او نه هم اوس. طالبانو چې تر اوسه کوم څه ښودلي، هغه دا دي چې دوی د نړۍ، سیمې او افغانستان وینا ته اعتنا نه‌کوي."

د ویانا د غونډې په اعلامیه کې د نجونو او ښځو د کار او تعلیم بندیز غندل شوی او له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.

د اتریش د نړیوالو چارو انستیتیوت مشر ولف ګانګ پتریچ چې دغه غونډه یې را بللې ویلي، هدف یې په واقعي معنا د جګړې ختمول او د سولې او پخلاینې لپاره د دیموکراتیک حکومت جوړول دي.

هغه ویلي، د همداسې یوه حکومت لپاره باید افغانان خپلو کې خبرې وکړي.

د ویانا د غونډې په اړه د کارپوهانو نظرونه هم بېلابېل دي، ځینې یې ګټوره بولي او یو شمېر نور یې بیا پایلو ته خوشبینه نه‌دي.

ځینې شنونکي وایي، د ویانا د غونډې د ګډونوالو ترمنځ لازمه همغږي او یووالي نه‌شته او همدا د دوی په ټکو د سیاسي مخالفانو د کمزورۍ لامل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG