د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

د ملګرو ملتونو بيا ځلي ټينګار: د دوحې غونډه د طالبانو رسميت پېژندنې لپاره نه‌ده


یو شمېر طالب مشران
یو شمېر طالب مشران

نن په دوحه کې د افغانستان په تړاو د طالبانو له ګډون پرته د یوې نړیوالې غونډې دویمه او وروستۍ ورځ ده.

دا غونډه چې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب پيل شوې د ۲۱ هېوادونو، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړیو استازیو په‌کې برخه اخیستې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند سټيفن دوجارېک د بیان له مخې په دې کنفرانس کې چین، فرانسه، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیه، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان، متحده عربي امارات، بریتانیا، امریکا، ازبکستان، اروپايي ټولنه او د اسلامي همکاریو سازمان یا او آی سي ګډون لري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک دوشنبه ناوخته په یوه کنفرانس کې هغه اوازې او شننې رد کړې چې ګواکې په دې غونډه کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې موضوع مطرح کېږي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک

هغه زیاته کړه: "د رسمیت پېژندنې موضوع په دې غونډه کې تر بحث لاندې نه نیول کېږي. د رسمیت پېژندنې موضوع او دا چې په دې سازمان کې د کوم هېواد نوم راځي دا په خپله د سازمان د غړو پرېکړه ده. دا مسئله د ملګرو ملتونو په منشور/ چارټر کې راغلې او یوه له هغو ګڼو مسئلو ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي په‌کې نه ښکېلوي."

د دوحې د غونډې په درشل کې ګڼو شننونکو ویلي وو چې ښایي د طالبانو د رسمیت پېژندنې موضوع مطرح شي هغه څه چې ملګرو ملتونو له دې مخکې هم رد کړې وه.

د بشري حقونو او ښځو ګڼو فعالانو د دوحې د ناستې په غبرګون کې لاریونونه هم کړي.

په کابل کې که څه هم په محدود شکل، خو له افغانستان بهر په پاکستان، امریکا متحده ایالتونو او ګڼو اروپايي ښارونو کې ښځو او د بشري حقونو فعالانو د دوحې د ناستې په غبرګون کې لاریون وکړ او په ملګرو ملتونو یې نیوکې کولې.

کابل کې د ښځو لاریون؛ “طالبان په رسمیت مه پېژنئ”
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:28 0:00

د سټیفن دوجارېک په خبره د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش پرون دوحې ته په رسېدو د افغانستان په تړاو د هېوادونو له ځانګړیو استازیو سره په دې هدف ناسته درلوده چې د افغانستان په تېره بیا ښځو او نجونو په اړه د هغوی نظرونه سره متحد کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

دوحې ته له وربلل شویو هېوادونو ځینې له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي او د افغانستان په اړه په ګڼو مسئلو کې د امریکا او نورې لوېدیځې ټولنې له نظر سره یووالی نه ښيي.

د دوحې ناستې ته د طالبانو هېڅ استازی نه‌دی وربلل شوی چې دې موضوع د طالبانو کلک غبرګونونه پارولي.

له دې ډلې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهاربلخي ویلي چې د ده په خبره د افغان حکومت له ګډون پرته د افغانستان په اړه هره غونډه بې ګټې ده او معکوسې پایلې لري.

اخوا په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، د طالبانو له ګډون پرته هر ډول غونډه به کومه پایله ورنه کړي او تطبیق به یې ننګوونکی وي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک هم د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا واقعاً د طالبانو له ګډون پرته داسې غونډې موثرې تمامېږي، وویل: "خدای پوهېږي چې موږ د کوم کار تضمین نه‌شو ورکولای. زموږ کار دا دی چې د افغانستان د خلکو په تېره بیا د ښځو او نجونو په اړه د نړیوالې ټولنې هدف یو کړو او په همدې لار کې اقدامات سره همغږي کړو."

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل او دوی د نړیوالې ټولنې له ګڼو فشارونو سره سره د نجونو ښوونځي نه‌دي پرانیستي او سربېره پر دې یې د پوهنتونونو دروازې هم ورتړلي.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه او دا بندیز میاشت مخکې ان د ملګرو ملتونو دفترونو ته وغځېده.

امریکا متحده ایالتونو او ګڼو لوېدیځو هېوادونو ویلي چې له طالبانو سره هر ډول تعامل به له افغانانو په تېره بیا ښځو او نجونو سره د هغوی په چارچلند او د هغوی د حقونو په اعادې تړلې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG