د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

شاهين: د دوحې غونډه ته د طالبانو نه وربلل د افغانستان مسئله نوره هم پېچلې کوي


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش په کوربه‌توب د افغانستان په تړاو غونډه نن او سبا په دوحه کې ترسره کېږي، خو تر اوسه د غونډې د جریان هېڅ معلومات نه‌دي خپاره شوي.

غونډه کې د پنځه وېشتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي د افغانستان په اوسني وضعیت خبرې کوي، خو د طالبانو د حکومت استازی نه‌دی وربلل شوی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او ملګرو ملتونو ته د طالبانو له‌خوا ټاکل شوي استازي سهېل شاهین ازادي راډیو ته وویل، غونډې ته د دوی نه وربلل د مسئلې له حل سره مرسته نه‌کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او ملګرو ملتونو ته د طالبانو له‌خوا ټاکل شوی استازی سهېل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او ملګرو ملتونو ته د طالبانو له‌خوا ټاکل شوی استازی سهېل شاهین

نوموړي وويل: "په داسې حال کې چې د افغانستان د مسئلې په هکله دا غونډه جوړېږي، خو د مسئلې اصلي لوری چې د افغانستان د اسلامي امارت حکومت دی، هغه ته بلنه نه ورکول کېږي، نو په دې ډول دوی د افغانستان مسئله د حل پر ځای نوره هم پېچلې کوي. همدا شان د افغانستان په اړه یو طرفه فیصله د تطبیق وړ نه‌ده. تېر ته په کتو سره باید دوی د داسې فیصلو او کړو وړو څخه ډډه وکړي، البته که چېرته غواړي چې د افغانستان د مسئلو حل راوباسي."

د ملګرو ملتونو دا غونډه داسې مهال جوړه شوې چې د افغانستان لپاره د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایوا ياد هېواد کې د خپل ماموریت په ارزونه بوخته ده.

روزا اتونبایوا
روزا اتونبایوا

وروسته له دې چې د اپرېل میاشتې په لومړیو کې طالبانو د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې له دندو منعه کړې، ملګرو ملتونو دا اقدام په کلکه وغانده او خبرداری یې ورکړ چې که طالبان دا پرېکړه بېرته وانه‌خلي، ممکن یو ډارونکی انتخاب وکړي.

همدا مهال د ملګرو ملتونو شاوخوا ۳۳۰۰ کارکوونکي په کورونو کې ناست دي چې دې ډله کې څلور سوه مېرمنې هم دي.

طالبانو د تېر ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه چې ورپسې بیا د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد کابل او کندهار ته هم ولاړه چې په اړه یې له طالب مشرانو سره خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد

هغه مهال نوموړې په ظاهره ناهیلې له افغانستانه بېرته ستنه شوه، خو اوس په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین وایي، له ملګرو ملتونو سره تعامل ته چمتو دي.

شاهين وايي: "مونږ تیار یو چې پر اختلافي مسایلو باندې ملګرو ملتونو سره خبرې وکړو، خپل نظر او موقف ورسره شریک او ورته واضح کړو. همدارنګه څومره چې مونږ ته مو خپل اصول اجازه راکوي، د هرې مسئلې د معقول حل لپاره کوښښ وکړو او حل یې راوباسو."

د دوحې د غونډې او له طالبانو سره د نړیوالو د تعامل په اړه نظرونه سره وېشلي دي.

طالبان او یو شمېر عام افغانان له ملګروملتونو او نړیوالو غواړي چې د طالبانو له حکومت سره تعامل وکړي او په رسمیت یې وپېژني.

ځینې سیاسي او بشري فعالان او د طالبانو د حکومت مخالفان بیا ټینګار کوي چې طالبان دې په رسمیت نه پېژندل کېږي، ځکه دوی استدلال کوي چې د طالبانو حکومت په زور واک ته رسېدلی، له حقوقي پلوه کورنی او بهرنی مشروعیت نه‌لري او د ښځو د کار او تعلیم حقونه یې هم ترې اخیستي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG