د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له غونډې څه تمه کېدای شي؟


د ملګرو ملتونو بیرغ
د ملګرو ملتونو بیرغ

دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د رابلل شوې غونډې خبرې به نن هم دوام وکړي.

د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټېرېش سره د بندو دروازو تر شا وروسته له‌دې چې طالبانو د دغه سازمان په ادارو کې د ښځو کار منع کړ، په افغانستان کې د ياد سازمان د فعالیت پر څرنګوالي خبرې کوي.

د امریکا، روسیې، چین، پاکستان او ایران استازي د ۲۵ هېوادونو او سازمانونو د استازو څخه دي چې په‌دې غونډه کې برخه لري.

د طالبانو استازي غونډې ته نه‌دي بلل شوي.

سلطان محمد سرور د مرکې پیل کې پخوانی ډیپلومات او د نړیوالو اړیکو کارپوه غوث جانباز پوښتلی چې له‌ دغې غونډې څه تمه کېدای شي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:23 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG