د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۰

ایرو ایشیا ریویو: ګاونډيانو سره د طالبانو اړيکو په نړيواله کچه پاملرنه اړولې


د افغانستان په اړه د ازبکستان غونډه چې د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي هم برخه په‌کې اخيستې وه.
د افغانستان په اړه د ازبکستان غونډه چې د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي هم برخه په‌کې اخيستې وه.

د افغانستان په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

ټورنټو سټار:

له کاناډا خپرېدونکې ټورنټو سټار ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي، یو شمېر هغه افغانان چې په کابل کې يې د کاناډا د حکومت لپاره کار کاوه وروسته له هغې د کاناډا یوې فدرال محکمې ته عارض شول چې، دغې هېواد ته د دوی د انتقال پروسه د اوتاوا له لورې بې دلیله وځنډېده.

په مطلب کې لولو، په دې افغانانو کې په کابل کې د کاناډا د سفارت د یوه امنیتي ساتونکي چې یوه لسیزه يې له دې سفارت سره کار کړی و، په ګډون د یوه حقوقي شرکت هغه ۲۴ کارکوونکي هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال په اوړي او مني کې یې په ګډه د کاناډا د کډوالو ځانکړي پروګرام ته غوښتن‌لیکونه استولی وو.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، دغه افغانان چې د کاناډا د کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرام په ټولو شرایطو برابر دي، د طالبانو له‌خوا دوی او کورنیو ته يې د ورپېښو امنیتي ګواښونو له کبله په افغانستان او یا هم په درېیم هېواد کې پټ شوي دي.

د افغانانو د دې ډلې یو مدافع وکیل مورین سیلکاف د جمعې په ورځ وویل، دغو کسانو څو نور ایمېلونه هم ولېږل او د دوی په استازیتوب ځینو کسانو په سلهاو ځلې د ټليفون له لارې هم اړیکې ونیولې ، خو تر اوسه یې هم سم ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته کاناډا اعلان وکړ چې څلوېښت زره افغانان به دې هېواد ته انتقال کړي.

دوه اوونۍ وړاندې، د افغان کډوالو یوه الوتکه د ټورنټو په نړیوال هوايي ډګر کې کېناسته.

د کاناډا د کډوالو وزارت ویلي وو چې، د دې کسانو په انتقال سره کاناډا ته د نویو ورغلو افغانانو شمېر دېرش زرو تنو ته ورسېده.

ايرو ايشيا ريوريو:

په هغه لېکنه کې چې ایروایشیا ریویو خپرونې پرون خپره کړې لولو، د افغانستان له ګاونډیانو سره د طالبانو اړیکو په نړیواله کچه ډېره پاملرنه ور اړولې ده.

په مطلب کې د ازبکستان په سمرقند ښار هغې ناستې ته چې د اپریل میاشتې په ۱۳مه وشوه اشاره شوې، چې په‌کې د روسیې، چین، پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترڅنګ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم ګډون کړی و.

د دې ناستې په اعلامیه کې د افغانستان له خاروې څخه د احتمالي ترهګرۍ د ګواښونو په اړه اندېښنه ښودل شوې وه.

په همدې حال کې، په جاپان کې د اوو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د تېرې اوونۍ له غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې چې د منځنۍ اسیا په اړه یوه بشپړه برخه په‌کې شامله وه، په سیمه کې د "افغانستان د وضعیت بې ثباته کوونکي اغېز" باندې ټینګار شوی و.

د ایرو ایشیا ریویو په مطلب کې راغلي، د منځنۍ اسیا په اړه د جي اووه ډلې اعلامیه بې مخینې نه‌ده، خو غیر معمول ده او دا ښيې چې په سیمه کې وضعیت څومره کړکېچن دی.

په مطلب کې وړاندې وایو، واک ته د طالبانو د بیا ستنېدو وروسته د کابل او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ اړیکې د پېچلیتا، سختۍ او جوړجاړي یو ترکیب دی.

تاجکستان ، ازبکستان او ترکمنستان چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، د طالبانو له حکومت سره د تعامل جلا لارې يې نیولي دي.

هیڅ یو هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، د بشري حقونو رعایت په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو حقونه د نړیوالې ټولني له‌خوا طالبانو ته د رسمیت پېژندولو یو له اساسي شرطونو څخه دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG