د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

ازبکستان او ترکمنستان ته ولې د قوش تېپې کانال پروژه یوه ننګونه ګڼل کېږي؟


د قوش تیپې کانال د جوړولو چارې روانې دي.
د قوش تیپې کانال د جوړولو چارې روانې دي.

کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م. کال د اګست میاشتې په نیمايي کې د افغانستان هغه حکومت چې نړیوالو په رسمیت پېژندلی و، په چټکۍ سره نسکور کړ او بیا یې پر قدرت منګولې ښخې کړې، افغانستان د ډیپلوماتیکې انزوا خوا ته لاړ.

خو د افغانستان دوو شمالي ګاونډیانو ازبکستان او ترکمنستان د طالبانو په وړاندې متفاوته لار خپله کړه، دوی د فشار او انتقاد په پرتله تعامل ته ترجیح ورکړه.

اوس چې په افغانستان کې د قوش تېپې کانال د جوړولو پروژه روانه ده او طالبان یې په چټکۍ سره تعقیبوي، دا چې د ازبکستان او ترکمنستان چې له وړاندې د اوبو د کموالي له ستونزې سره مخامخ دي، سټراتېژیک صبر به طالبانو ته کومه ګټه ورسوي که نه، ځینې شکونه ولاړ کړي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو په پیتسبورګ پوهنتون کې د پرانیستي حکومتولۍ د مرکز مشرې او بنسټګرې جنیفر بریک مرتضی شویلي (Jennifer Brick Murtazashvili) ازادۍ راډیو ته ویلي، که د افغانستان او منځنۍ اسیا نورو پروژو ته وګورو، زیاتره یې د دواړو لوریو په ګټه وې، خو د قوش تېپې د اوبو کانال چې د امو سیند د اوبو زیاته برخه ګرځوي، یو متفاوت مورد دی.

د مرتضی شویلي په وینا، له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱م کاله پورې د طالبانو لومړۍ دورې ته هم که وکتل شي، چې د افغانستان ډېره برخه یې په کنټرول کې وه، خو د یوه حکومت په څېر یې چلند نه کاوه، اوس داسې ښکاري چې طالبان په خپله دویمه دوره کې د یوه حکومت په څېر د چلند مفکوره لري.

د قوش تېپې کانال
د قوش تېپې کانال

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، د قوش تېپې کانال د وړاندې شویو ابعادو له مخې چې په تېر پسرلي کې یې کېندنه پیل شوه، کافي ده چې پام وکړو، ولې هغه هېوادونه چې په ټیټه کې پراته دي، د دې کانال د جوړولو په اړه اندېښنه لري.

متخصصان په دې باور دي، دغه کانال چې ۲۸۵ کیلومتره اوږد او ۱۰۰متره پلن دی، کولی شي ۵۵۰ زره هکټاره ځمکه خړوبه کړي، چې د امو سیند د جریان د پام وړ برخه منحرفه او جذبولی شي.

د دې پروژې پر درېیم پړاو عملي کار په راروانو میاشتو کې پیل شي.

د افغانستان یوه ملکي کارکوونکي او له دې پروژې باخبره کس ازادي راډیو ته ویلي، تمه کېږي د دې پروژې پر درېیم پړاو عملي کار په راروانو میاشتو کې پیل شي.

دغه پروژه چې په درېیو پړاوونو کې به یې کارونه کېږي، دویم پړاو یې د ۲۰۲۲م کال په پسرلي کې پیل شوی و.

اوس د دې کېندل شوي کانال څه باندې ۱۰۰ کیلومتره له فضا په اخیستل شویو تصاویرو کې ښکاري.

د هغه شرکت چې د دې پروژې پر جوړولو څار کوي یوه مقام فرید عظیم ویلي، د افغانستان لومړني ولسمشر سردار محمد داود خان په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې دې ته ورته لیدلوری درلود، چې د تېر نظام ولسمشر محمد اشرف غني یې هم چارې تعقیب کړې.

د ترکمنستان حکومت تر اوسه د قوش تېپې کانال د جوړولو په باب څه نه‌دي ویلي، خو په ترکمنستان کې یوه هایډرو-لوژیست په مارچ میاشت کې د ازادي راډیو له ترکمنۍ څانګې سره په خبرو کې ویلي وو، چې دا پروژه ترکمنستان ته یوه ستونزه نه، بلکې یوه فاجعه ده.

قره قرم کانال د قوش تېپې کانال په پرتله څلور برابره اوږد دی.

په دغه استبدادي هېواد کې د ازادي راډیو خبریال راپور ورکړی، چې ترکمنستان روان کال د پخواني شوروي اتحاد له‌خوا په جوړ شوي قره قرم کانال کې د اوبو له جدي کموالي سره مخامخ دی.

قره قرم کانال د قوش تېپې کانال په پرتله څلور برابره اوږد دی.

د منځنۍ اسیا بل هېواد ازبکستان د قوش تېپې کانال په اړه نظر نه‌دی ورکړی، خو ولسمشر شوکت میرضیایف په ډسمبر میاشت کې د یوې وینا پر مهال د قوش تېپې کانال د یوې ستونزې په توګه یاد کړ.

میرضیایف وویل، دا مهال لازمه ګڼي چې په خپل ګاونډي هېواد افغانستان کې له موقت حکومت او نړیوالې ټولنې سره د نړیوالو معیارونو پر اساس د ټولو هېوادونو ګټو ته په پام د دې کانال د جوړولو په اړه عملي خبرو ته کښېني.

د ازبکستان ولسمشر مير ضيايف
د ازبکستان ولسمشر مير ضيايف

په لندن کې د ختیځ او افریقا د مطالعاتو په پوهنتون کې یوه څېړونکي بسم‌الله علیزاده ازادي راډیو ته ویلي، عبدالرشید دوستم چې له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۰م کاله پورې د ولسمشر لومړی مرستیال و، د دې پروژې په باب اندېښنې درلودې.

دوستم له زیاتې مودې راهیسې له ازبکستان سره قوي اړیکې درلودې او حتی د راپورونو له مخې کله چې طالبانو مزار شریف ونیوه، دی ازبکستان ته وتښتېد.

د علیزاده په خبره، افغانستان د ډېرو تجارتي فرصتونو لېوال دی او څو ولایتونو ته د برېښنا برابرولو لپاره پر خپلو شمالي ګاونډیو هېوادونو متکي دی.

د پوهنتون استاد علیزاده وايي، د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه د امنیت په باب اندېښنه لري، په ځانګړي ډول د دوی له قلمرونو ها خوا د افراطي ډلو په باب د دوی سابقې ته په پام.

د علیزاده په وینا، طالبان به له دغو هېوادونو سره له امنیتي تضمینونو په استفاده خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG