د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

افغانان: د نیمګړو پراختیايي پروژو کار دې بېرته پیل شي


ارشیف: په خوست کې د یوه سړک د جوړولو بهیر
ارشیف: په خوست کې د یوه سړک د جوړولو بهیر

د طالبانو حکومت د کلیو او پراختیا وزارت وايي، د ۶۰۰۰ هغو پراختیايي پروژو چارې چې له بهرنیو مرستو تمویلېدې، نیمګړي پاتې دي.

د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي شکایت کوي چې د طالبانو له واکمنېدو سره یې په سیمو کې د پراختیايي پروژو کارونه نیمګړي پاتې دي او باید کارونه یې بېرته پیل شي.

د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ اوسېدونکي حیاالدین احساس په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "نړیوال بانک له مخکېني حکومت سره په ګډه د عام المنفعه پروژو په برخه کې مرسته کوله، ښوونځي، استنادي دېوالونه او داسې نورې پروژې یې درلودې خو د اسلامي امارت له راتګ سره دا پروژې په ټپه ودرېدې."

د نورستان د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکی صاحب داد همدرد هم وايي، په دې ولایت کې ډېرو پراختیايي پروژو کارونه نیمګړي پاتې دي.

همدرد زیاتوي: "نه یوازې په نورګرام بلکې د نورستان په ډېرو سیمو کې د ښوونځيو او لیلیو د جوړولو او نورو پروژو چارې نیمګړې پاتې دي. له اسلامي امارت او مرسته کوونکو موسساتو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې دا پروژې بیا پیل کړي چې خلک ګټه ترې واخلي."

د طالبانو حکومت د کلیو او پراختیا وزارت مسوولانو هم د یکشنبې په ورځ د کلني حساب ورکولو په ناسته کې وویل چې د ولسي تړون تر عنوان لاندې ۶۰۰۰ پروژې چې نړیوالو بنسټونو یې مالي چارې تمویلولې، اوس یې کارونه درېدلې دي.

د دې وزارت مرستیال مفتي سیداحمد مستقیم په دې ناسته کې خبریالانو ته وویل: "د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره سم د بهرنیو جهتونو مرستې چې له دولت سره په مستقیم ډول په پراختیايي برخه کې کېدې، درېدلې دي، چې په نتیجه کې یې د ټولو هغو پروژو چارې چې د دوی په مالي ملاتړ مخ ته روانې وې، ودرېدې. "

نوموړي وویل، دا پروژې د بندونو، ښوونځيو، جوماتونو او کوچیانو ته د خدماتو په برخه کې وې چې کارونه یې اوس نیمګړې پاتې دي او برخلیک یې روښانه نه دی.

ارشیف: کندهار کې د یوه کانال د جوړولو چارې. 10 February 2022
ارشیف: کندهار کې د یوه کانال د جوړولو چارې. 10 February 2022

د طالبانو حکومت د کلیو او پراختیا وزارت مرستیال وویل، ځینې هغه پروژې چې د نړیوال بانک لخوا تمویلېدې او پیسې یې د شوراګانو حسابونو ته ورغلي دي، کارونه یې دوام لري.

نوموړي زیاته کړه چې له نړیوالو بنسټونو څخه یې د دې پروژو د کارونو د پیل غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی ورکړی.

خو نړیوالې ټولنې د طالبانو له حکومت سره د مرستو کولو لپاره یو لړ شرطونه مطرح کړي دي چې مهم هغه یې د بشر حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی، د ټولشموله حکومت جوړول او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG