د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

طالبانو د هوايي ډګرونو په اړه د 'ګاک' عربي شرکت سره هوکړه لاسليک کړه


د کابل هوايي ډګر
د کابل هوايي ډګر

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت، د متحده عربي اماراتو له ګاک شرکت سره د هوايي لارښونو د خدمتونو وړاندې کولو تړون لاسلیک کړ.

د دغه تړون پر بنسټ، ټاکل شوې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې په افغانستان کې د هوايي لارښونو خدمتونه د نړیوالو معیارونو پر بنسټ وي.

د افغانستان د هوايي ډګرونو د خدمتونه چارې په افغانستان کې د طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو او له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره اغېزمنې شوې.

د دغه تړون د لاسلیکولو په پروګرام کې د طالبانو د حکومت چارواکو د دغه پروګرام په چوکاټ کې د افغانستان په هوایی ډګرونو کې د تجهیزاتو د کمښت او د متخصصو کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو خبر ورکړ.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند مرستیال غلام جیلاني وفا په دې اړه وویل: "د دې پروژې له پلي کېدلو سره به د الوتکو مصؤنیت خوندي وي او د پروژې د لومړی پړاو له پلي کېدلو وروسته به د عبوري پروازونو د عوایدو سرچینه یو ځل بیا پرانیستل شي، تر ټولو مهمه دا چې په نږدې راتلونکي کې به افغانان له تخنیکي پلوه په دې برخه کې روزل کېږي او افغانستان به بسیاینې ته ورسیږي."

د کابل له هوايي ډګر د يوې الوتکې الوتنه
د کابل له هوايي ډګر د يوې الوتکې الوتنه

د طالبانو حکومتي چارواکي ادعا کوي چې، د هوايي ډګر ۷۰ سلنه تجهیزات د ناټو ځواکونو د وتلو پر مهال له منځه تللي دي.

د هوايي ډګرونو په ځانګړي ډول د کابل د هوايي ډګر د رادار سیسټمونه او نور تجهیزات زیانمن شول او یو شمېر مسلکي او د افغانستان د هوايي ډګر روزل شوي کار کوونکي هم له افغانستان څخه ووتل.

د دوی په وینا، د دغه تړون په لاسلیک سره به په نږدې ۶ میاشتو کې په افغانستان کې له نړیوالو معیارونو سره سم د هوايي لارښوونو خدمات پیل شي.

دغه شان دا تړون به نړیوالو شرکتونو ته زمینه برابره کړي چې په دوو میاشتو کې یو ځل بیا افغانستان ته الوتنې وکړي.

خو د تړون له لاسلیک وروسته د ګاک سیمه‌ییز مدیر ابراهیم معارفي وویل، د دوی موخه دا ده چې ژر تر ژره د چارو مدیریت او چارې افغانانو ته وسپارل شي.

هغه د تړون د لاسلیک په مراسمو کې وویل: "موږ باور لرو چې دا یو د پام وړ پرمختګ دی. ځکه دا نه یوازې دا چې موږ ته اجازه راکوي چې هوايي حریم عملیاتي کړو، چې نړیوال هوايي لېږد، رالېږد ته زمینه برابره شي بلکې دا به هوايي ډګرونو ته د لویو نړیوالو هوايي کرښو د اړتیا وړ نړیوالو هوايي خدمتونو د بیا راستنولو لپاره هم زمينه وي."

مخکې تر دې د طالبانو حکومت د جوزا په میاشت کې د افغانستان د څلورو هوايي ډګرونو امنیتي او عملیاتي مسؤلیتونه رسماً ګاک شرکت ته وسپارل، هغه شرکت چې په متحده عربی امارتو کې دی.

اوس د متحده عربي اماراتو دولتي شرکت، د افغانستان په څلورو هوايي ډګرونو، کابل، کندهار، هرات او مزار شریف کې د دغو هوايي ډګرونو امنیتي او عملیاتي مسؤلیت لري.

XS
SM
MD
LG