د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

ايا د کابل هوايي ډګر به نړيوالو عادي الوتنو ته چمتو کړی شي؟


له کابل هوايي ډګر د يوې الوتکې الوتنه
له کابل هوايي ډګر د يوې الوتکې الوتنه

د طالبانو د حکومت د ملکي هوایي چلند د چارو چارواکي وایي، د کابل په ګډون یو شمېر نړیوال هوایي ډګرونه د نړیوالو عادي الوتنو پیلېدو ته د چمتو کیدو په حال کې دي.

دوی هیله من دي چې تر یوې یا دوو میاشتو پورې به د کابل هوایي ډګر ته بېرته د هغو نړیوالو شرکتونو عادي الوتنې پیل شي چې د تېر کال د اګست له پنځلسمې مخکې یې دې ډګر ته الوتنې کولې.

نوریاس نوري د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ وزارت د ملکي هوایي چلند له عملیاتي مرستیال غلام جیلاني وفا سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې هغه قرارداد چې تاسو په دې وروستیو کې د اماراتو له یوې کمپنۍ سره لاسلیک کړی، دا کمپنۍ به کوم خدمات سرته رسوي؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:09:07 0:00
XS
SM
MD
LG