د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

د طالبانو د حکومت لخوا د درې هوايي ډګرونو د تنظيم چارې عربي اماراتو ته وسپارل شوې


کابل هوايي ډګر
کابل هوايي ډګر

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا مرستیال د دې تړون په اړه وویل، چې عربي امارات به د هوایي ډګرونو د بېرته رغېدو تر څنګ مسلکي او په نړیواله کچه خدمات وړاندې کړي.

د طالبانو حکومت له پیله شاوخوا لس میاشتې وروسته د کابل او ځینو ولایتونو د هوایي ډګرونو د چارو د مدیریت په اړه له اوږدو خبرو او وخت وروسته نن سه شنبه د مې میاشتې په ۲۴ نېټه له متحده عربي اماراتو سره تړون لاسليک شو.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا لومړي مرستیال عبدالغني برادر د دې تړون د لاسلیک په اړه په خبري ناسته کې وویل چې دا تړون د ډګرونو د خدماتو تر څنګ د افغانستان د اقتصاد لپاره ستره ګټوره پروژه ده.

نوموړي له ټولو نړیوالو هېوادونو او ادارو د ورته تړونونو په شان په افغانستان کې د دې هېواد د اقتصادي پیاوړ لپاره د پانګونې غوښتنه وکړه.

ښاغلي برادر وويل: "هر هغه بهرني هېوادونه چې په افغانستان کې د پانګونې او قراردادونو لپاره لېوالتیا لري، هغوی دې ډاډمن و اوسي چې موږ د سر او مال او عزت امنیت نیسو، موږ چمتو یو هر هېواد که هغه د کانونو په برخه کې وي یا د نورو هوایي ډګرونو د قراردادونو لپاره موږ ورته چمتو یو."

ښاغلي برادر وویل چې د دې تړون تر عملي کېدو وروسته به په کور دننه او بهر عامو خلکو، سوداګرو او پانګوالو لپاره به د تګ راتګ زمینه برابره شي.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوا نوردۍ وزارت او د متحده عربي اماراتو له "الوتنو ته د ځمکني خدماتو وړاندې کوونکي" په نوم له یو شرکت سره وروسته له هغې تړون لاسلیک شو چې تر دې وړاندې د کابل او ځینو نورو ولایتونو د هوایي ډګرونو د چارو د تنظیم او کنټرول ترکیې او قطر ته د ګډ قرادادونو د کېدو راپورونه خپاره شوي و.

په دې قرارداد کې د کابل حامد کرزي هوایي ډګر او کندهار او هرات ولایتونو هوایي ډګرونه شامل دي.

د کندهار د احمدشاه بابا نړيوال هوايي ډګر
د کندهار د احمدشاه بابا نړيوال هوايي ډګر

بلخوا د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت مرستیال غلام جیلاني خان وویل د دې تړون تر عمل کېدو وروسته د یادو هوایي ډګرونو چارې په مسلکي توګه د نړیوال ستندرد په اساس مخته ځي.

بلخوا د متحده عربي اماراتو دغه تړون کړي کمپنۍ GAAC/G42 استازي رازق اسلم محمد عبدالرزاق وویل، چې د تړون تر نهايي کېدو وروسته به ټولو نړیوالو الوتنو ته هم زمینه برابره شي.

نوموړي وويل: "د دې قرارداد په نتیجه کې به لومړی نړیواله ټولنه او د اماراتو هوایي شرکت په ګډون نړیوالې الوتنې چې په تېرو څو میاشتو کې له دې هېواده لیرې وې، هیله ده چې بېرته به راوګرځي، زه ګورم چې دا ایرلاینونه بېرته راځي او اسانتیاوی ورته برابریږی.دویمه مسله د هوایي چلند نړیوالې اتحادیې له لوري د پېژندلو مسله ده چې پخوا دا پېژندګلوي موجوده وه او اوس به بیا رامنځته کیږی."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کابل هوایي ډګر د ترمینلونو د تخریب او ګډ وډېدو له امله نړیوالې الوتنې ځنډېدلې وې خو له څو مياشتو تېرېدو وروسته یوازې ياکستان، ایران ترکیې او عربي اماراتو خپلې الوتنې بېرته پیل کړې.

XS
SM
MD
LG