د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

د ۵ هوايي ډګرونو د تړون په اړه د خبرو لپاره طالب پلاوى قطر ته رسېدلى


قطر ته د طالبانو د تللي پلاوي انځور
قطر ته د طالبانو د تللي پلاوي انځور

د طالبانو یو لوړ پوړی پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی، څو د افغانستان د ۵ هوايي ډګرونو د تخنیکي برخو د تړون په اړه خبرې اترې وکړي.

طالبان هیله ښيي چې قطر ته د تللي پلاوي د سفر په پایله کې به یې هغه ستونزې پای ته ورسېږي چې د کابل حامد کرزي او ۵ نورو هوايي ډګرونو د تخنیکي چارو مدیریت یو نړیوال شرکت ته سپاري.

قطر ته د کابل د هوايي ډګر د مدیریتي چارو د قرارداد د سپارلو په اړه د طالبانو د رییس الوزرا د لومړي مرستیال عبدالغني برادر له امر وروسته، یاد پلاوی دوحې ته رسېدلی.

د دې پلاوي مشري د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر حمیدالله اخندزاده کوي او په کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخوا او د ملي دفاع وزارت مرستیال مالي خان شامل دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا پلاوی به له قطري چارواکو سره پر ټولو هغو ستونزو خبرې وکړي چې د هوايي ډګرونو د تخنیکي مدیریت په برخه کې پاتې دي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

هغه وویل: "پر دې یو جدي بحث ته اړتیا وه، د همدې لپاره زموږ پلاوی تللی دی. هیله ده چې دا ستونزې به نهايي او یو حل به ورته پیدا شي. د هوايي ډګرونو هغه تخنیکي چارې چې اړینې دي د یوه معتبر شرکت له‌خوا به هغه تنظیم، نهايي او توافق به پرې وشي. کوښښ روان دی او د همداسې یو بحث لپاره مسوولین تللي دي."

د ۱۴۰۰ کال د سلواغې په اوومه د قطر د بهرنیو چارو وزارت وویل، قطر، ترکیې او طالبانو په پلازمېنه دوحه کې په خپله درې اړخیزه غونډه کې د کابل د هوايي ډګر د مدیریت او ترې د ګټنې په اړه په "څو کلیدي موضوعاتو" هوکړه کړې.

خو تر اوسه دا روښانه نه ده چې دا کلیدي موضوعات کوم موارد را نغاړي.

له دې وړاندې د د طالبانو د ټرانسپورت او ملکي هوايي چلند ادارې ویاند امام‌الدین احمدي ازادي راډیو ته ویلي و، د پنځو هوايي ډګرونو د امنیتي څرنګوالي، ځمکنیو خدماتو او هوايي حریم باندې بحثونه شوي.

ښاغلي احمدي زیاته کړې وه، ترکیه او قطر به په هوايي ډګرونو کې د ماشینونو او سکېنرونو په برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

وړاندې داسې راپورونه او ویډیوګانې هم خپرې شوي چې په کې ادعا وشوه، قطري ځواکونه د کابل په هوايي ډګر تمرینات کوي، خو طالبانو دا راپورونه رد کړل.

XS
SM
MD
LG